کورپاڼه / اسلام / یو کلیوال سړي د رسول الله (ص) د اوښې مهار ونیو او بیا یې پوښتنه وکړه

یو کلیوال سړي د رسول الله (ص) د اوښې مهار ونیو او بیا یې پوښتنه وکړه

له حضرت ابو ایوب رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پر اوښې سپور و او د صحابه کرامو سره یوځای په سفر روان و، چې یو کلیوال شخص راغی او د رسول الله د اوښې مهار یې ونیو او ویې ویل:

یا رسول الله صلی الله علیه وسلم! ماته یو داسې عمل وښیه چې جنت ته مې نږدې کړي او له دوزخ مې لېرې کړي، رسول الله صلی الله علیه ودرېد او صحابه کرامو ته یې وکتل او ویې ویل:

د الله تعالی وحدانیت پېژندل او عبادت یې کول، لمونځ کول، زکات ورکول او صله رحمي کول، نو اوس زما د اوښې مهار پرېږده. کله چې کلیوال سړی لاړ نو رسول الله وفرمایل: که چېرته دی په خبرو عمل وکړي نو جنت ته به داخل شي.

بل ځای له حضرت انس رضي الله څخه روایت دی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم ماته د پنځو خبرو وصیت کړی او فرمایلي یې دي.

ای انسه: بشپړ اودس کوه عمر به دې ډېر وي، زما امتیانو ته سلام کوه، نیکیانې به دې ډېرې شي، کور ته په سلام سره ځه، په دې سره به خیرتي ډېرېږي، د غرمې لمونځ کوه، له تاسې مخکې خلک چې د الله ولیان ول، هغوی همدغه طریقه اختیاروله.

ای انسه رضي الله عنه! پر وړو رحم وکړه، د لویانو احترام او عزت وکړه، نو د قیامت په ورځ به زما ملګری وې.

دا هم ولولئ

حج

سعودي عربستان د حج اعلان وکړ

سعودي عربستان اعلان وکړ، چې سږکال به د خلکو د روغتیا خوندیتوب لپاره پوره بندوبست …