کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د هډوکو او وینې د رګونو د ودې لپاره نوې بیولوژیکي ماده جوړه شوې

د هډوکو او وینې د رګونو د ودې لپاره نوې بیولوژیکي ماده جوړه شوې

ساینسپوهانو د هډوکو د جوړولو او ودې او د وینې د رګونو د ښه والي لپاره نوې بیولوژیکي مادې جوړې کړي، چې د هډوکو د پیچلو ټپونو او خرابیو درملنه کوي.

د آرسي ایس ایی پوهنتون ساینسپوهانو له دې وړاندې معلومه کړې وه چې د یو جین (PGF) په تحریکولو سره د هډوکو وده تېزېږي او د وینې نوي رنګونه رامنځته کېږي.

ویل کېږي چې دغه عمل په طبیعي ډول سره صورت نیسي، ددې لپاره دغه بیولوژیکي ماده لومړني (PGF) په ډېره اندازه خارجوي، چې د وینې رګونه ورسره تشکیل مومي او له دې وروسته یې منظم خوراک هډوکو ته وده ورکوي او کله چې له طبي ازمایښت څخه دمخه په لابراتوار کې تر څېړنې لاندې ونیول شو نو دې مهمې مادې نه یوازې دا چې د هډوکو ماتوالی یې سم کړ بلکې د رګونو د ډېروالي سبب هم وګرځیده.

خو د انساني ازمایښتونو څخه وړاندې به پرې څېړنې ترسره شي او د بریا په صورت کې به په زرګونو او میلونو ناروغانو ته ګټه ورسوي او هغه کسان چې له پیچلو کیفیاتو سره مخ وي له دودېزې طریقې څخه به یې غوره درملنه ترسره شي.

ساینسپوهان وایي چې په دې طریقې سره به د درملنې نوې لارې پرانیستل شي او له دې وروسته د خرابو هډوکو د جوړولو تزڅنګ د ملا د تېر د هډوکي په درملنه کې هم استعمال شي.

دې نوې ټیکنالوژې ته یې د مکینو بیولوژي نوم ورکړی، چې په دې کې به په یوې مادې سره د رګونو او هډوکو وده ممکن شي چې یو ډېر مهم اړخ دی. باید وویل شي چې د هډوکو لویې ستونزې او نیمګړتیاوې او وده یې تر اوسه پورې د ډاکترانو لپاره یوه لویه ننګونه ده.

دا هم ولولئ

هغه ځیرک بوټونه چې د ړندو او هغه کسانو لپاره لار ښیي چې نظر یې کار نه کوي

ساینسپوهانو داسې ځیرک بوټونه جوړ کړي چې ړانده او هغه کسان چې لاره نه شي …