کورپاڼه / روغتيا / د پوزې داخلي سوخت د دماغو لپاره زیانمن وي

د پوزې داخلي سوخت د دماغو لپاره زیانمن وي

که څه هم د سر درد او سخته نزله دومره خطرناکې ناروغۍ نه ګڼل کېږي، خو که چېرته دوام پیدا کړي نو ډېر ناروغان په ذهني فشار او ژور خپګان اخته کوي او اوسمهال یوه نوې څېړنه هم وایي چې تر ډېره د پوزې د داخلې برخې سوځېدنه د دماغي بدلونونو سبب ګرځي.

ویل کېږي چې همیشنۍ (ساینوسایټس) ناروغي تر نه باورېدونکي حده پورې عامه ده، چې یوازې په امریکا له یوولس سلنو څخه ډېر کسان په دې ناروغۍ یعنې په همیشنۍ نزلې او زکام اخته دي.

د پوزې د داخلي برخې سوځېدنه هغه وخت صورت نیسي کله چې د کوم میکروب یا د حساسیت په سبب په ساینوس نسج کې پړسوب پیدا کېږي او دا پړسوب د وخت تېرېدو ډېرېږي.

څېړنېزې ډلې له دوه ویشت کلنۍ تر پنځه دیرش کلنۍ پورې له دولس سوو څخه د ډېرو بالغو کسانو دماغ تر څېړنې لاندې ونېول.

څېړونکي د منځنۍ درجې د سخت سوخت دوه ویشت ناروغان او پرته د سوخت لرونکي دوه ویشت کسان راټول کړل، چې په لومړیو کې د فکر کولو د وړتیا په اړه کوم توپیر ونه لید، خو کله چې یې په دې ناروغیو اخته کسان وڅېړل نو و یې لیدل چې فنکشنل په (frontoparietal) خلل رامنځته کوي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې د دماغو دغه برخه د ډېرو دماغي برخو د متحریکولو او په دماغو کې د توازن د برابرولو لپاره مهم رول لوبوي.

دا هم ولولئ

کولا او خواږه مشروبات د سرطان خطر دوه برابره کوي

لکه څنګه چې هوا یو څه ګرمښت موندلی او د کولا او خوږو مشروباتو استعمال …