کورپاڼه / جالب / د خیرات خورو نوې طریقه، پر وټساپ یې خیرات غوښتل پیل کړل

د خیرات خورو نوې طریقه، پر وټساپ یې خیرات غوښتل پیل کړل

د دوبۍ پولیسو د هغه سوالګر یا خیرات خور په نېولو سره، چې پر وټساپ به یې خیر غوښت، له خلکو غوښتي چې له داسې کسانو سره دې هیڅ مرسته نه کوي.

د خلیج ټایمز د راپور له مخې ویل کېږي چې د دوبۍ پولیسو یو داسې خیرات خور نېولی چې په بېلابېلو نمبرو به یې وټساپ جوړاوه او خیر به غوښتو.

پولیس وایي چې دغه خیرات خور پر وټساپ خپل اکونټ جوړ کړی و او خلکو ته به یې د خیر غوښتلو په موخه پیغامونه لېږل. دوی وایي چې موږ یو شخص پر وټساپ یو پیغام وښود، چې له هغې وروسته مو لټون پیل کړ او خیرات خور مو ونیو او وروسته له څېړنو خیرات خور ومنله چې په نوې طریقه یې خیرات غوښته.

د پولیس مشر له خلکو غوښتنه کړې چې له داسې مسلکي خیرات خورو سره دې مرسته نه کوي او پرځای دې له هغه کسانو سره مرسته وکړي چې مستحق یې وي.

بل لوري ته ملزم وایي چې په بېلابېلو وټساپ نمبرونه سربېره په انستاګرام هم ښه فعال و او د روژې په مبارکه میاشتې یې د کار د ډېرېدو په سبب له ټیکنالوژۍ ګټه واخیسته.

د متحده عربي اماراتو د څارنوالۍ له لورې د سې شنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې مسلکي خیرات خورو ته دې خیرات نه ورکوي او دې ډول خیرات خورو ته یې له قانون څخه د سرغړونې په کولو د یو لک درهمو او بند خبرداری هم ورکړی.

دا هم ولولئ

هغه کسان چې د میي په میاشت کې زېږېدلي په زړه پورې ځانګړتیاوې لري

د میي چې د زېږدیز کال پنځمه میاشت ده، اوس ـ اوس پیل شوې او …