کورپاڼه / کرکټ / سکندر رضا د سرطان له خطره وژغورل شو

سکندر رضا د سرطان له خطره وژغورل شو

د زمبابوې د کرکټ ملې لوبډلې پاکستانی الراونډر سکندر رضا د سرطان له خطر څخه وژغورل شو، خو تر ډېره وخته پورې بېرته کرکټ ته نه شي راستنېدای.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې سکندر رضا له ډېره وخته د ښي لاس په مټ کې د درد احساس کاوه، چې بیا تېره میاشت له افغانستان یې په لوبلړۍ کې درد نور هم ډېر شو.

له دې وروسته ډاکترانو سکندر رضا ته لارښوونه وکړه او د لارښوونې مطابق یې د اپریل په دویمه نیټه عملیات ترسره شول او د عملیات پرمهال د سرطان د معلومولو لپاره نمونه هم واخیسته. ډاکترانو غوښتل ترڅو معلومه کړي چې سکندر رضا خو د سرطان یا رسولۍ په سبب له درد سره نه وي مخامخ.

 

له عملیاتو وروسته سکندر رضا د ټولنیزې رسنۍ پر وېباڼې ټویټر خپلو مینوالو ته ویلي چې دعاګانو یې رنګ راوړ، سرطان یې نه لري او د مننې لپاره کلمې نه لري.

نوموړی وایي چې درمل او پیچکارۍ استعمالوي، خو دا چې کله به بېرته کرکټ ته راستون شي، اوسمهال یې په اړه څه نه شي ویلی.

دا هم ولولئ

عبدالرزاق

د پاکستان پخوانی کرکټر عبدالرزاق هم په کورونا اخته شوی

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی الراونډر لوبغاړی عبدالرزاق هم په کورونا ویروس اخته شوی …