کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: په ماشومانو کې د زړه د ناروغیو عملیات د وینې د لوړ فشار خطر ډېروي

څېړنه: په ماشومانو کې د زړه د ناروغیو عملیات د وینې د لوړ فشار خطر ډېروي

د یوې نوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې په ماشومانو کې د زړه د ناروغیو د درملنې لپاره د کېدونکو عملیاتو څخه د وینې د لوړ فشار د ناروغۍ خطر ډېرېږي.

ساینسپوهانو موندلې چې په ماشومانو کې د زړه د ناروغۍ په عملیاتو سره په دوی کې د هایپرټینشن یا د وینې لوړ فشار د رامنځته کېدو خطر د بالغو کسانو په پرتله دیارلس ځلې ډېرېږي.

د څېړنې له مخې ویل کېږي چې د ماشوم له زېږون وروسته تر لس کلنۍ پورې د ماشومانو د زړه د پیدایښتي نیمګړتیاوو د لېرې کولو لپاره عملیات ترسره کېږي، ترڅو زړه یې په سم ډول سره کار وکړي.

خو ددې کار په کارکولو سره ځینې ستونزې او خطرونه هم راپورته کېږي او ډېر امکان شته چې په څو میاشتو یا کلونو کې د وینې په لوړ فشار اخته شي.

دا څېړنه د امریکا د طبي ادارې په ژورنال کې خپره شوې او ساینسپوهانو په دې اړه زرګونه ماشومان څېړلي او یاده پایله یې لاسته راوړه.

دا هم ولولئ

آیا د خولې میکروبونه د مفصلونو ناروغۍ رامنځته کولی شي؟

هالنډي ساینسپوهان په دې باور دي چې د مفصلونو یعنې د بندونو د درد لومړنۍ …