کورپاڼه / روغتيا / د روژې په مبارکه میاشت کې له بادیانو د تیارو شوو شیانو حیرانوونکې ګټې

د روژې په مبارکه میاشت کې له بادیانو د تیارو شوو شیانو حیرانوونکې ګټې

زموږ په پخلنځیو کې ډېر داسې شیان شته دی، چې په طبیعي ډول پر بدن سوړ اغېز لري، چې په دې یو بادیان هم دي، بادیان یو په زړه پوری خوند لري چې ډېرې زیاتې ګټې لري.

د بادیانو چای:

که چېرته تاسې د چایو مینوال یئ نو د بادیانو چای وازمایئ، دا چای مو د هضم مرحله ښه کوي او د هورمونونو په منظمولو کې مرستندویه تمامېږي، نو د ورځني چایو پرځای د بادیانو چای انتخاب کړئ.

د بادیانو شربت:

د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې د بادیانو شربت د سیلینیم او زنک یوه مهمه ذریعه ده، چې د هورمونونو د توازن په ساتلو کې مرسته کوي.

له خوراک وروسته د بادیانو استعمال:

له خوراک وروسته د بادیانو ژوول د هضم سیستم ښه کوي او بدن تازه او پیاوړی ساتي او د معدې د ګیس او زړه بدوالي ستونزې له منځه وړي.

د بادیانو اوبه:

د زڼکیو د اوبو په څېر د بادیانو اوبه هم تیارېږي، د معدې ګیس ستونزې کموي، د هضم مرحله ښه کوي. دغه پوډر یې په مختلفو خوړو او مشروبات کې استعمالېږي او د اوړي په موسم یې په شېدو کې هم استعمالولی شئ او په خوږو شیانو کې هم کارول کېږي.

دا هم ولولئ

کولا او خواږه مشروبات د سرطان خطر دوه برابره کوي

لکه څنګه چې هوا یو څه ګرمښت موندلی او د کولا او خوږو مشروباتو استعمال …