کورپاڼه / هنر او کلتور / سلمان خان د خپل راتلونکي فلم “رادهی” ټرېلر خپور کړ
سلمان خان رادهى

سلمان خان د خپل راتلونکي فلم “رادهی” ټرېلر خپور کړ

د هندي سینما مخکښ هنرمند سلمان خان د خپل راتلونکي فلم “رادهی” ټرېلر یا لومړنۍ ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره کړې ده.

دا فلم چې د هغه مینه وال ورته ډېر په تمه و، د اختر په ورځ نندارې ته وړاندې کېږي، چې سلمان خان يې دوه ورځې وړاندې په خپله معلومات ورکړي و.

سلمان خان نن هم د “رادهی: یور موسټ وانټیډ بهايي” په اړه دوه ټویټونه کړي و، چې په یو کې يې د ټرېلر د خپرېدو وخت لیکلی و او په بل کې يې بیا د ټرېلر لینک خپور کړی دی.

سلمان خان په دې ایکشن فلم کې د یو پولیس افسر کردار لوبولی دی، همدا راز رندیپ هوډا پکې د بدمعاش په کردار کې دی او دیشا پټاني پکې بیا ښځینه مرکزي کردار ې راغلې ده.

په یوټیوب کې د سلمان خان د دې فلم ټرېلر تراوسه پورې له درې میلیونو څخه زیاتو کسانو کتلی دی او همدا راز زرګونه کسانو پرې تبصرې کړي او خوښ کړی يې دی.

د یادولو وړ ده چې د دې فلم لارښود یا ډایریکټر پربودیوا دی او دا فلم به د مۍ په ۱۳مه نېټه یا د کوچني اختر په ورځ نندارې ته وړاندې شي.

دا هم ولولئ

اریانا سعید

اریانا سعید: حیض یا میاشتینۍ ناروغي باید شرم ونه ګڼل شي

د هېواد مشهوره سندرغاړې او د ښځينه حقونو مدافع اریانا سعید د ښځو د میاشتینۍ …