کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د حېدراباد لپاره بد خبر؛ مهم لوبغاړی يې له ای پي ایل بهر شو

د حېدراباد لپاره بد خبر؛ مهم لوبغاړی يې له ای پي ایل بهر شو

د سنرایزرز حېدراباد لوبډلې او مینه والو لپاره بد خبر دا دی، چې د یادې لوبډلې مهم توپ اچونکی ټي ناټاراجن د ټپ له امله د ای پي ایل پاتې سیالیو څخه بهر شوی دی.

د کریکبز د راپور په وېنا، د حېدراباد لوبډله اوس په دې لټه کې ده چې د ټي ناټاراجن بدیل لوبغاړی پېدا کړي، همدا راز د هند کرکټ بورډ نوموړي ته ویلي دي چې په بېنګلور کې ملي کرکټ اکاډمۍ ته دې لاړ شي.

ټي ناټاراجن چې د سنرایزرز حېدراباد د مهمو توپ اچونکو څخه دی، ځکه نوموړی وروستي اورونه ترسره کوي او د ښو یارکرو کولو وړتیا لري.

نوموړی په وروستیو دوه لوبو کې هم د حېدراباد لپاره نه دی لوبېدلی او د ای پي ایل په پاتې سیالیو کې به هم ګډون ونه کولای شي.

په راپور کې ویل شوي دي، چې د هند کرکټ بورډ وايي، چې دوی تراوسه د ناټاراجن پوره راپور نه دی ترلاسه کړی، خو بیا یې هم حېدراباد ته ویلي چې هغه پرېږدي او د هغه پر ځای دې يې بدیل پېدا کړي.

د یادولو وړ ده چې سنرایزرز حېدراباد سږکال د ای پي ایل پیل ښه ونکړ، چې په لومړیو درې لوبو کې يې ماتې وخوړې، خو په څلورمه لوبه کې يې تېره ورځ لومړۍ بریا خپله کړه.

دا هم ولولئ

انګلستان

انګلستان: لوبغاړي دې د لیګونو پر ځای ملي لوبډلې ته لومړیتوب ورکړي

د برېتانيې ځینو رسنیو ادعا کړې ه، چې د انګلستان کرکټ بورډ له لوبغاړو څخه …