کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راجستان د بېنګلور لوبډلې ته ۱۷۸ منډې هدف وټاکه

راجستان د بېنګلور لوبډلې ته ۱۷۸ منډې هدف وټاکه

په وروستیو اورونو کې د رایل چېلنجرز بېنګلور توپ اچونکو ښه توپ اچونه ترسره کړه، چې راجستان رایلز د بېنګلور لوبډلې ته د ۱۷۸ منډو هدف وټاکه.

د هند تجارتي لیګ یا ای پي ایل ۱۶مه لوبه د رایل چېلنجرز بېنګلور او راجستان رایلز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې بېنګلور د پچې له ګټلو وروسته توپ اچونه غوره کړه.

راجستان رایلز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۷ منډې وکړې، چې له ډلې يې شیوام ډوبی ۴۶، راهول ټیواټیا ۴۰ او ریان پرګ ۲۵ منډې وکړې.

د رایل چېلنجرز بېنګلور له خوا محمد سراج او هرشل پټیل ښه توپ اچونه ترسره کړه چې ۳-۳ ویکټې يې واخیستې، همدا راز کیلي جیمیسون، کین ریچارډسن او واشینګټن سندر هم ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د یادولو وړ ده چې رایل چېلنجرز بېنګلور په درې لوبو کې درې بریاوې خپلې کړي او په جدول کې دویمه لوبډله ده، خو راجستان رایلز بیا په درې لوبو کې یوه لوبه ګټلې ده.

دا هم ولولئ

راشد خان او اکاش چوپړا

د اکاش چوپړا د ای پي ایل غوره لوبډله کې راشد خان هم شامل دی

په هند کې د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل سیالۍ د کورونا ویروس له امله …