کورپاڼه / د لوبو راپورونه / نېپال او نیدرلېنډز پایلوبې ته ووتل

نېپال او نیدرلېنډز پایلوبې ته ووتل

د نېپال، مالېزیا او نیدرلېنډ ترمنځ درې اړخیزه شل اوریزو سیالیو کې د نېپال او نیدرلېنډز لوبډلو پایلوبې ته لار پېدا کړه.

د نېپال او مالېزیا ترمنځ شپږمه نړیواله شل اوریزه لوبه ترسره شوه، چې مالېزیا د لوبې پچه وګټله او لومړی يې نېپال ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

نېپال په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۷ منډې وکړې، چې له ډلې يې کرن ۴۵، اصف شېخ ۴۲ او ګیانیدرا مالا ۴۱ منډې وکړې.

د مالېزیا له خوا فطري شام، انور رحمان او سعید عزیز ۲-۲ او محمد وفاق ۱ ویکټ واخیستې.

د ۲۱۸ منډو هدف په تعقیب کې د مالېزیا لوبډلې په ۱۹.۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۸ منډې وکړې، چې د ۶۹ منډو په ستر توپیر يې ماتې وخوړه.

د دوی له خوا امین الدین راملي ۴۱ او احمد فېض ۳۱ منډې وکړې. د نېپال له لوري سومپل کامي، سندیپ لامیچین او کامل ایري ۳-۳ ویکټې واخیستې.

د یادولو وړ ده چې د دغه لوبلړۍ پایلوبه به د نېپال او نیدرلېنډز ترمنځ د اپریل په ۲۴مه نېټه ترسره شي.

دا هم ولولئ

عبدالرزاق

د پاکستان پخوانی کرکټر عبدالرزاق هم په کورونا اخته شوی

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی الراونډر لوبغاړی عبدالرزاق هم په کورونا ویروس اخته شوی …