کورپاڼه / خبرونه / فرهان یوسفزی پکتیا ته پلاوی لېږي
فرهان يوسفزى

فرهان یوسفزی پکتیا ته پلاوی لېږي

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس فرهان یوسفزی ډېر وخت وروسته یو ځل بیا په ټولنیزو رسنیو کې راښکاره شو او پکتیا ته د پلاوي لېږلو اعلان يې وکړ.

نن په پکتیا ولایت کې د ولایتي شورا غړو، مدني فعالانو او سلګونه خلکو د افغانستان کرکټ بورډ او د فرهان یوسفزي پر ضد یو پراخ لاریون وکړ.

لاریونوالو د پکتیا لپاره د حق غوښتنه وکړه او وې ویل چې د پکتیا کرکټ لوبغالي ته دوه ځل بودیجه منظوره شوې ده، خو تراوسه پورې نه دی جوړ شوی.

د یاد لاریون وروسته د کرکټ بورډ عمومي رییس فرهان یوسفزي په خپل یو ټویټ کې لیکلي دي، چې پکتیا ته به یو پلاوی ولېږي.

هغه ليکي: “د افغانستان کرکټ بورډ يو باصلاحيته پلاوی به ډېر ژر د پکتيا ولايت ته ولېږم تر څو هلته د کرکټ په تړاو هر ډول ستونزي له نيژدې واوري او د کرکټ مينوالو او مدني فعالانو سره ناستي وکړي تر څو ټولو ممکنه ستونزو ته يې څومره ژر چې کيږي رسيدګي به وسي.”


د یادولو وړ ده چې د کرکټ بورډ عمومي رییس له څو میاشتو راهیسې له هېواده بهر دی، د کرکټ هېڅ نړیوالې سیالۍ نشته او له دې امله هم په کرکټ بورډ او فرهان یوسفزي سختې نیوکې کېږي.

دا هم ولولئ

محمد نبي

د نبي خېریه بنسټ په کابل او ننګرهار کې له لسګونو کورنیو سره مرسته وکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړي محمد نبي خېریه بنسټ له لوري په …