کورپاڼه / هنر او کلتور / د مشهورې اداکارې حنا خان پلار مړ شوی

د مشهورې اداکارې حنا خان پلار مړ شوی

د هندي سریالونو او فلمونو مشهورې اداکارې حنا خان پلار د زړه د دورې له امله تېره ورځ مړ شوی دی، چې د نوموړې په کورنۍ کې د غم ماحول دی.

د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، د حنا خان پلار تېره ورځ د زړه د حملې له امله مړ شوی دی، خو حنا خان بیا په کشمیر کې د یو سریال ثبت کې مصروفه وه.

په راپور کې ویل شوي دي، چې د خپل پلار د مړینې خبر ترلاسه کولو سره سم حنا خان له کشمیر نه ممبۍ ته لاړه، چې د خپل پلار وروستی دیدار وکړي.

په ټولنیزو رسنیو کې د هندي سریالونو مشهورو هنرمندانو له نوموړې سره غمرازي کړې ده. حنا خان به د پلار سره عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې ډېر خپرول.

د یادولو وړ ده چې حنا خان د ناګن سریال څخه زیات شهرت ترلاسه کړی و، چې تېر کال يې بیا د هېکډ او انلاک په نوم دوه فلمونه هم په انلاین بڼه خپاره شوي و.

دا هم ولولئ

اریانا سعید

اریانا سعید: حیض یا میاشتینۍ ناروغي باید شرم ونه ګڼل شي

د هېواد مشهوره سندرغاړې او د ښځينه حقونو مدافع اریانا سعید د ښځو د میاشتینۍ …