کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ویراټ کوهلي په ای پي ایل کې نوی ریکارډ جوړ کړ

ویراټ کوهلي په ای پي ایل کې نوی ریکارډ جوړ کړ

په هند تجارتي لیګ یا ای پي ایل کې د رایل چېلنجرز بېنګلو لوبډلې لوبډلمشر ویراټ کوهلي نوی ریکارډ جوړ کړ، نوموړی لومړنی توپوهونی شو چې ای پي ایل کې يې تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې دي.

ویراټ کوهلي نن د راجستان رایلز پر وړاندې زبردسته توپوهنه ترسره کړه او له دې سره په ای پي ایل کې لومړنی توپوهونکی شو چې ۶۰۰۰ منډې يې پوره کړې.

ویراټ کوهلي د راجستان پر وړاندې په ۴۷ توپونو ۷۲ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې له دې سره يې په ای پي ایل کې ۶۰۲۱ منډې وکړې.

نوموړي په ای پي ایل کې ۱۹۶ لوبې ترسره کړې، چې ۵ سلیزې او ۴۰ پنځوسیزې يې وهلي دي، د نوموړي سټرایک رېټ ۱۳۰.۶۹ دی.

د یادولو وړ ده چې له ویراټ کوهلي وروسته سریش راینا ۵۴۴۷، شیکر دهون ۵۴۲۸، ډیویډ وارنر ۵۳۸۴ او روهیت شرما ۵۳۶۸ منډې کړې دي.

دا هم ولولئ

ای پي ایل او هند کرکټ بورډ

که ای پي ایل لغوه شي، هند به دوه نیم زره کروړه روپۍ تاواني شي

د هند کرکټ بورډ (بي سي سي ای) یو غړي ويلي دي، که چېرته هند …