کورپاڼه / تجارتي ليګونه / دیودت پاډیکال او ویراټ کوهلي په راجستانیانو سرونه وګرځول

دیودت پاډیکال او ویراټ کوهلي په راجستانیانو سرونه وګرځول

دیودت پاډیکال او ویراټ کوهلي زبردسته لوبه ترسره کړه چې د راجستان توپ اچونکي يې ښه وټکول او د ۱۰ ویکټو په ستر توپیر يې بېنګلور ته بریا ورپه برخه کړه.

نن د ای پي ایل ۱۶مه لوبه د رایل چېلنجرز بېنګلور او راجستان رایلز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې بېنګلور د پچې له ګټلو وروسته راجستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

راجستان رایلز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۷ منډې وکړې، چې له ډلې يې شیوام ډوبی ۴۶، راهول ټیواټیا ۴۰ او ریان پرګ ۲۵ منډې وکړې.

د رایل چېلنجرز بېنګلور له لوري محمد سراج او هرشل پټیل ۳-۳ ویکټې واخیستې او د کیلي جیمیسون، کین ریچارډسن او واشینګټن سندر په برخه هم ۱-۱ ویکټ ورسېدې.

د ۱۷۸ منډو هدف د رایل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې پرته د کوم لوبغاړي له سوځېدو په ۱۶.۳ اورونو کې پوره کړ او د ۱۰ ویکټو په ستر توپیر يې بریا خپله کړه.

دیودت پاډیکال او ویراټ کوهلي زبردسته توپوهنه ترسره کړه، چې پاډیکال د ۶ شپږیزو او ۱۱ څلوریزو په مټ په ۵۲ توپونو ۱۰۱ ناسوځېدلې او ویراټ کوهلي په ۴۷ توپونو ۷۲ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د یادولو وړ ده چې دا د رایل چېلنجرز بېنګلور څلورمه لوبه وه او څلورمه بریا یې خپله کړه چې د ۸ نومرو سره يې په جدول کې لومړی مقام خپل کړ او راجستان رایلز بیا په څلورمه لوبه کې دریمه ماتې وخوړه.

سبا د اپریل په ۲۳مه نېټه به د ای پي ایل ۱۷مه لوبه د پنجاب کنګز او ممبۍ انډینز لوبډلو ترمنځ ترسره شي، چې د افغانستان په وخت ۶:۳۰ بجې پیلېږي.

دا هم ولولئ

ابراهیم ځدراڼ او نوین الحق

نوین الحق او ابراهیم ځدراڼ انګلستان ته ورسېدل

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې دوه ځوان لوبغاړي نوین الحق او ابراهیم ځدراڼ انګلستان ته …