کورپاڼه / بېلا بېل / د الوتنې پر مهال پیلوټ د فلج ښکار او بېهوشه شو

د الوتنې پر مهال پیلوټ د فلج ښکار او بېهوشه شو

د جاپان هوايي شرکت هغه الوتکه چې له پاریس څخه ټوکیو ته روانه وه، د سفر پر مهال يې په پیلوټ د فلج حمله راغله او بېهوشه شو، چې له امله يې الوتکه په بېړني ډول روسیه کې کېناسته.

د جاپان د ټرانسپورټ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي، چې د جاپان د النيپون هوايي شرکت یوت الوتکه این ایچ ۲۱۶ له پاریس څخه د ټوکیو هانیدا هوايي ډګر ته روانه وه، چې پیلوټ يې د فلج له امله بېهوشه شو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چ د الوتکې بل پیلوټ  د بېړنۍ ناستې اعلان وکړ او نږدې هوايي ډګر ته يې الوتکه وګرځوله. په دې سفر کې د الوتکې ۷ کسان ناست و.

د فرانسې څخه د روانېدو نه ۷ ساعته او ۸ دقیقې وروسته دا الوتکه د روسیې په نووسیبرسیک هوايي ډګر کې کېنول شوه، چې د الوتکې پیلوټ روغتون ته انتقال شو.

د یادولو وړ ده چې تېره میاشت د سوډان پلازمېنې خرطوم څخه یوه الوتکه چې کله هوا ته پورته شوه، نو پیشو په پیلوټ برید وکړ، چې له امله يې بېرته عاجله ناسته وکړه، خو پیشو پیلوټ یا بل چا ته تاوان ونه رساوه او له نیولو وروسته له الوتکه څخه کوزه کړای شوه.

دا هم ولولئ

هغه شخص چې له پوهنتون څخه ایستل شوی و اوس د نړۍ کم عمره میلیاردر شو

هغه ځوان چې په ۲۰۱۳ کال له پوهنتون څخه ایستل شوی و، اوسمهال د نړۍ …