کورپاڼه / اسلام / د حضرت محمد (ص) له امت څخه به کوم خلک جنت ته ځي؟

د حضرت محمد (ص) له امت څخه به کوم خلک جنت ته ځي؟

له حضرت ابوذر رضي الله عنه څخه روایت دی چې زه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په خدمت کې حاضر شوم، پر رسول الله سپینه ټوټه خوره وه او آرام یې کاوه، خو چې تر هغې ورسېدم رسول الله ویښ شوی و، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

چاچې په دې کلمه (لا اله الا الله) اقرار وکړ او بیا په همدې حالت کې مړ شو هغه به ضرور جنت ته ځي، ما ورته وفرمایل که چېرته غلا او زنا وکړي، رسول الله وفرمایل که زنا او غلا هم وکړي، ما بیا پوښتنه وکړه چې که زنا او غلا هم وکړي، نو رسول الله بیا وفرمایل، که زنا او غلا هم وکړي.

ما درې ځلې پوښتنه وکړه که زنا او غلا هم وکړي، نو رسول الله وفرمایل که زنا او غلا هم وکړي هغه به جنت ته ځي، که د ابوذر پوزه هم وسولېږي او کله چې هم ابو ذر رضي الله عنه دا حدیث اورېده نو ویل به یې که د ابو پوزه هم وسولېږي.

ملا علي قاري رحمه الله ددې حدیث تشریح داسې کوي: په دې حدیث کې ددې خبرې زېری دی، که چېرته یو مسلمان د ګناهونو پنډ هم پر شا کړي آخر به جنت ته ځي، خو دا د الله په لاس کې ده که د الله خوښه وه جنت ته به داخل شي او که یې د ګناهونو په اندازه سزا ورکوله او بیا یې جنت ته داخلوو.

د علماء په نزد په دې حدیث کې له زاني او غل مسلمان سره پرته له حساب او عذابه جنت ته د تلو څه نه دي ویل شوي، خو دا په کې ویل شوي چې په لویو ګناهونه سره مسلمان کافر کېږي نه، بلکې سزا به ګالي او بیابه جنت ته ځي ځکه چې دی د ایمان په سبب د جنت اوسیدونکی دی.

دا هم ولولئ

حج

سعودي عربستان د حج اعلان وکړ

سعودي عربستان اعلان وکړ، چې سږکال به د خلکو د روغتیا خوندیتوب لپاره پوره بندوبست …