کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: پلاستیکي ذرې د سږو تر ژورو ځان رسوي

څېړنه: پلاستیکي ذرې د سږو تر ژورو ځان رسوي

موږ ټول په دې پوهېږو چې پلاستیک تر زرګونو کلونو پورې هم نه تحلیل کېږي او کوچنۍ ټوټې یې تر ډېره په چاپیریال کې پاتې کېږي، خو اوس معلومه شوې چې پلاستیکي ذرې د سږو تر ژورو پورې رسېږي او هلته حجرو ته بدلون ورکوي.

د ککړتیا په رامنځته کولو کې اوس مایکرو پلاستیک په لومړي سر کې ځای لري، چې په سمندر، وچه او هوا کې تباهي خوروي، چې په همدې موخه د فلوریډا پوهنتون د پلاستیک د لویو ټوټو له ویلي کېدو څخه خارجېدونکې کوچنۍ ذرې او پر چاپیریال یې اغېزې وڅېړلې چې دغه ذرې په ایورسټ غره، قطبونو او په انساني فاضله موادو کې هم شتون لري.

له دې وړاندې څېړونکو ویلي ول چې په پلاستیک کې استعمالېدونکي کیمیاوي مادې د دماغو حجرو ته زیان رسوي او اوس ویل شوي چې د پلاستیک کوچنۍ ذرې تر سږو پورې رسېږي.

ساینسپوهانو د انسان سږي د تجربې لپاره په یو لوښي کې کېښودل او داسې تصور یې وکړ چې په همدې ډول د ساه اخیستلو په ذریعه د پلاستیک کوچنۍ ذرې سږو ته داخلوو او یو څو ذرې د سږو پر حجرو کېښودې نو څو ورځې وروسته یې عجیبه حالت ولید.

دوی ولیدل چې پلاستیکي ذرې له یو لوري د سږو د حجرو شکل بدلوي او د حجرو میتابولیزم هم ورو کوي، که څه هم حجرې مړې نه شوې خو عادي حالت کې یې هم پرېنښودې او ترڅنګ یې دا هم ولیدل شول چې حجرې یو له بل څخه لېرې کېږي، په لومړیو کې د یو څادر په ډول سره نږدې وې خو پلاستیکي ذرو یې ترمنځ وقفه راوسته او د یوې داېرې په شکل یې راټولې کړې.

کیرسټین ګډمین وایي چې یوازې څلرویشت ساعته وروسته یې پلاستیکي ذرو حجرې راټولې کړې، اوس به دا وکتل شي چې آیا پلاستیک له وړاندې اغېزمن کسان د ساه په ناروغیو اخته کړلی شي او که نه؟

روغتیایي کارپوهان وایي که څه هم دوی نه غواړي چې پلاستیکي ذرې د انساني خطرونو توجیه وګرځوي خو اړینه ده چې د ساه په ناروغانو او وده کوونکو ماشومانو یې منفي اغېزې وڅېړل شي او غوښتنه یې کړې چې په دې اړه دې څېړنې وکړي.

دا هم ولولئ

د فلج ناروغي، ډولونه او نښې، نښانې یې

ویل کېږي چې د فلج ناروغي په ټوله نړۍ کې د مړینې دریم لوی لامل …