کورپاڼه / روغتيا / له روژه ماتي وروسته د معدې د تېزابیت ستونزې او درملنه یې

له روژه ماتي وروسته د معدې د تېزابیت ستونزې او درملنه یې

د روژې په مبارکه میاشت کې له روژه ماتي وروسته د سینې سوخت، بدهضمي او د تېزابیت ستونزې عامې وي، چې په کورنیو نسخو یې هم درملنه ممکنه وي.

روغتیایي کارپوهان وایي هغه کسان چې د هضم سیستم یې کمزوری وي د تېزابیت له ستونزو سره مخ کېږي، چې نښې، نښانې عبارت له دې له خوراک وروسته د معدې درد، د خېټې پړسوب، د زړه سوخت، زړه بدوالی، له کانګو سره وینه، پرته له کوم سبب د وزن کمېدل او په سختۍ سره د خوړو هضمېدل.

د تېزابیت لوی سبب د خوراک ترمنځ اوږده وقفه، وږي اوسېدل، ډېر چای یا کافي استعمالول، سګریټ څکونه او نور روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته د تېزابیت ستونزه تر دولسو میاشتو دوام وکړي نو ډاکتر مراجعه کول اړین ګڼل کېږي.

خو که چېرته له روژه ماتي وروسته د تېزابیت له ستونزو سره مخ کېږئ نو په ماښامي ډېر خوراک مه کوئ او ترڅنګ د چرګ له غوښې ځان وساتئ.

ددې لپاره چې د سینې له سوخت او تېزابیت څخه وژغورل شئ، الوویرا استعمال کړئ، بادیان وژوئ، له ادرکو ګټه پورته کړئ، دارچیني وکاروئ، بادام وخورئ، لوبیا، سابه او دال هم د تېزابیت ستونزې هواروي. دغه راز هیل او لونګ هم ورته ګټور تمامېږي او له خوراک وروسته د مڼې خوراک هم د تېزابیت ستونزې له منځه وړي.

دا هم ولولئ

کولا او خواږه مشروبات د سرطان خطر دوه برابره کوي

لکه څنګه چې هوا یو څه ګرمښت موندلی او د کولا او خوږو مشروباتو استعمال …