خپلواک وېبپاڼه (٢ نومبر ٢٠١٩): څه کلونه مخکې په پښتو ژبه کې يو کس راښکاره شو، چې د شيرک، مسټر بين او نورو کسانو په مشهورو فلمونو باندې يې په پښتو ژبه کې خوندور او مزاحيه ډبنګ کاوه، چې په لږ وخت کې يې ډېر شهرت ترلاسه کړ، نوموړى له ډېرو کلونو ورکېدو وروسته اوس يو ځل بيا د خپل نوي البم سره راروان دى.
ظاهرالله بابوجي، چې اوس يې پښتانه په هر ځاى کې پېژني، په پرلپسې ١٩ البمونه راوويستل، چې په هر البم کې به يې دوه مخکښ کردارونه، خرش پرش (شيرک) او بابوجي (مسټر بين) حتماً و، چې دواړو ته يې د پښتنو په زړونو کې يو نوى مقام ورکړ.
نوموړي نه يوازې دا چې د مسټر بين او شيرک کردارونه ډېر په ښه ډول پښتو ته راواړول او هر ځاى کې يې د بابوجي او خرش پرش په نوم مشهور کړل، بلکې د دې تر څنګ يې د (نانا)، (خنځير) او (توتو) کردارونه هم ډېر ښه ولوبول، چې تراوسه پورې د هغه جوړې کړې ويډيوګانې ګوري.
له ډېر وخت راهيسې د ظاهرالله بابوجي د راروان البم (خټه او ګټه) په تړاو اوازې خپرېدې، خو ډېر کلونه تېر شو او نه هم دغه البم راښکاره شو او نه له بيا ظاهرالله بابوجي چا وليدلو.
تازه ظاهرالله بابوجي په خپل يوټيوب چېنل باندې په يوه ويډيو کې ويلي دي، چې هغه ونه شول کولاى دا ډېر کلونه خپلو مينه والو ته کوم البم وړاندې کړي، خو زېرى يې ورکړ، چې يو ځل بيا به ډېر ژر خپل نوى البم له خلکو سره شريک کړي، چې د (خټه او ګټه) په نوم يې جوړ کړى دى.
هغه همدا راز په خپلو خبرو کې وويل، چې په تېرو شپږ يا اووه کلونو کې له خلکو سره هر چېرته وينم، نو خلک رانه همدا يوه پوښتنه کوي چې ستا نوى البم په کله راځي؟ هغه وايي چې د مينه والو د ډېرو غوښتنو نه وروسته يې پرېکړه کړې ده، چې يو ځل بيا په دغه البمونو پيل وکړي او اوس به خپل ټول البمونه په يوټيوب کې خپروي.