کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / سعودي عربستان په ریستورانتونو کې روبوټونه په کار ګمارلي

سعودي عربستان په ریستورانتونو کې روبوټونه په کار ګمارلي

په سعودي عربستان کې د یو ریستورانټ څښتن د کورونا د ناروغۍ د خطر د کمولو لپاره روبوټونه په کار ګمارلي.

موږ په دې پوهېږو چې په یو ریستورانت کې انسانان کار کوي او هغه کسان چې خوراک لپاره ورته راځي ډوډۍ ورته برابروي، خو د سعودي عربستان په جازان ښار کې د یو ریستورانت څښتن دغه خدمتونه روبوټونو ته سپارلي.

ویل کېږي چې د جازان په (سټي سنټر) ریستورانت کې پیرېدونکو ته د خوړو د رسولو لپاره شپږ روبوټونه په کار ګمارل شوي.

د ریستورانت څښتن وایي چې د روبوټونو له ګومارلو څخه یې موخه د انسان ترمنځ د فاصلې کمول او د کورونا د خپرېدو مخنیوی دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د روبوټونو په ګومارلو سره اوسمهال په دې ریستورانت کې د پیرېدونکو ګڼه ګوڼه ډېره شوې. راپور زیاتوي چې د روبوټونو ټول سیستم د سعودي عربستان اوسیدونکې انجینرې ریحام عمر برابر کړی او ددې لپاره یې په ریستورانت کې په منظم ډول سانسورونه نصب کړي.

ویل کېږي چې ددې سانسورونه په مرسته روبوټ حرکت کوي او پیرېدونکو ته خواړه رسوي. دغه رنګ نږدې شیان حس کوي او درېږي یاهم خپله لار بدلوي.

ریحام عمر وایي چې دا روبوټونه د نورو هیوادونو د تجربو په رڼا کې تیار شوي او د سعودي حکومت په مرسته په کار اچول شوي.

دا هم ولولئ

وټساپ پر یو نوي او په زړه پوري فیچر یا آسانتیا کار پیل کړی

د پیغام رسونې مشهور اپلیکیشن وټساپ د اندراید کاروونکو لپاره نوی بیټا ویرژن رامنځته کړی …