کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: چاغښت د زړه د ناروغۍ ترټولو لوی سبب ګڼل شوی

څېړنه: چاغښت د زړه د ناروغۍ ترټولو لوی سبب ګڼل شوی

امریکایي څېړونکو موندلې ده، هغه کسان چې د چاغښت ښکار وي د نورو په پرتله یې د زړه د ناروغیو امکانات ډېر وي.

دا خبره خو څرګند حقیقت دی چې چاغښت د مختلفو ناروغیو سرچینه ده او ډېر وزن د روغتیا لپاره ښه نه وي، خو په له وروستۍ څېړنې موندل شوې چې د غټې خېټې لرونکي کسان د نورو په پرتله ډېر د زړه په ناروغیو اخته کېږي.

څېړونکي وایي چې د غټو خلکو یا چاغو خلکو د بدن په منځنۍ برخه کې وازده ډېره وي چې د ناروغیو خطر یې ډېروي.

څېړونکو هیله څرګنده کړې چې کله هم ډاکتران د زړه د ناروغیو په ناروغانو کې د خطر کچه معلوموی، نو د خېټې وازدې ته ډېره پاملرنه وکړي.

دوی وایي چې د وازدې ډېرېدل د عمومي روغتیا لپاره خطرناک وي. له څېړنې دا هم معلومه شوې چې د غټې خېټې وزن مو د زړه د ناروغیو خطر ډېروي چې د زړه حمله او فلج یې په سر کې ځای لري.

دا هم ولولئ

کولا او خواږه مشروبات د سرطان خطر دوه برابره کوي

لکه څنګه چې هوا یو څه ګرمښت موندلی او د کولا او خوږو مشروباتو استعمال …