کورپاڼه / هنر او کلتور / کرینا کپور: له سیف علي خان سره له واده کولو منع شوې وم

کرینا کپور: له سیف علي خان سره له واده کولو منع شوې وم

د هندي فلمونو مشهورې اداکارې یا هنرمندې کرینا کپور خان ویلي دي چې له سیف علي خان سره له واده کولو ډېرو خلکو منع کړې وم.

د بالیووډ اداکارې کرینا کپور چې په ۲۰۱۲ کال یې له کشر خان سیف علي خان سره واده وکړ، اوسمهال په ډېرې خوښۍ او خوشحالۍ سره ژوند تېروي او د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې دویم زوی هم وزېږد او لومړی زوی یې تیمور علي خان څلور کاله عمر لري.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې په دې ډېر لږ خلک پوهېږي، چې نن ورځ له سیف علي خان سره د ښه ژوند لرونکې اداکاره کرینا کپور نه یوازې دا چې بې شمېره کسانو له نوموړي سره له واده منع کړې وه، بلکې خبرداری یې ورکړی و چې دا یې د ژوند غلطه پرېکړه ثابتېدلی شي.

کرینا په یوه مرکه پخپله وایي چې له واده وړاندې ورته ویل شوي ول چې ته د خپل کیریر په مهم اړخ کې ځای لري او د واده پرېکړه دې کیریر له منځه وړي بیا له یو داسې شخص سره چې طلاقي دي، دوه بچیان لري، خو کرینا کپور د خپلې مینې د ترلاسه کولو لپاره پخپله پرېکړه ولاړه وه.

له دې وړاندې د فبرورۍ په میاشت د مینې په ورځ له سیف علي خان سره په ګډه یو عکس خپور کړی و، چې په سرلیک کې ورته لیکلي ول: ((سره له بریتو مې هم درسره مینه وکړه، زما د ټول ژوند مینې.))

دا هم ولولئ

ډوین جانسن: په ماشومتوب کې به خلکو انجلۍ ګڼلم

د هالیووډ د فلمونو ستوری او مشهور ریسلر ډوین جانسن (دی راک) د خپل تېر …