کورپاڼه / خبرونه / شعېب اختر: له زمبابوې نه پاکستان سخته شرمېدلې ماتې وخوړه

شعېب اختر: له زمبابوې نه پاکستان سخته شرمېدلې ماتې وخوړه

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی چټک  توپ اچونی  شعېب ختر واييچې په دویمه نړیواله شل اوریزه کې پاکستان شرموونکې لوبه ترسره کړه.

نوموړي په خپل یو ټویټ کې لیکلي دي، چې د مډل ارډر توپوهونکي په بشپړ ډول ناکامه و او توپوهونکو ونه شول کولای چې په ورو ویکټه توپوهنه ترسره کړي.

شعېب اختر په خپله ویډیويي تبصره کې وايي، چې پاکستان په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې هم د لوبې د بایللو پوره کوشش وکړ، خوله ښه بخته لوبه يې ونه بایلله بلکې بریا يې خپله کړه.

نوموړی وايي چې په پاکستان کرکټ بورډ او توپوهونکو نیوکې کول جایز دي، دوی ته باید له مخکې دا معلومات وای چې ویکټه سخته ده او پچ ته په کتلو يې باید لوبه کړې وای..

شعېب اختر وايي چې په دویمه شل اوریزه لوبه کې زمبابوې د پاکستان لوبډلې ته سخته شرموونکې ماتې ورکړې ده، خو پاکستان ته پکار دي چې په دریمه شل اوریزه لوبه کې بېرته کم بېک وکړي.

دا هم ولولئ

احمد ولي هوتک

احمد ولي هوتک خپله راتلونکې سیالي له دې امله لغوه کړه، چې لوبغاړی د هغه مناسب نه دی

د افغانستان د ازادو سیالیو مشهور لوبغاړي احمد ولي هوتک خپله راتلونکې سیالي له دې …