کورپاڼه / هنر او کلتور / “را ون” فلم کې د شاه رخ خان لباس په ۴۵ میلیونه روپۍ جوړ شوی و، د نورو ګرانبیه کالیو په اړه هم ولولئ

“را ون” فلم کې د شاه رخ خان لباس په ۴۵ میلیونه روپۍ جوړ شوی و، د نورو ګرانبیه کالیو په اړه هم ولولئ

د یو فلم جوړول اسانه خبره نه ده او دا د ډېرې سختې خوارۍ ترڅنګ ډېرو پېسو ته هم اړتیا لري. ځینې فلمونه خو ډېر په اسانۍ جوړ شي، خو د ځینو فلمونو لویه برخه پېسې بيا د فلم لپاره د ځایونو په جوړولو او کالیو یا کاسټوم باندې مصرفېږي.

کله چې بیا په لویه بودیجه کوم فلم جوړېږي، نو د فلم بیا ډېرو کوچنیو کوچنیو شیانو ته هم پام کېږي، لکه د شاه رخ خان په را ون فلم کې د هغه کالي یا لباس په ۴۵ میلیونه روپۍ جوړ شوی و.

شاه رخ خان: په را ون فلم کې شاه رخ خان په لومړي ځل د یو روباټ کردار لوبولی دی، دا یو خیالي ساینسي کیسه وه چې انوبهاو سنها پرې فلم جوړ کړی و. دا فلم په ۱۳۰ کروړه یا ۱۳۰۰ میلیونه هندي روپیو جوړ شوی و او که يې په اړه راپورونه ومنل شي، نو په دې فلم کې د شاه رخ خان لباس په ۴.۵ کروړه یا ۴۵ میلیونه هندي روپیو جوړ شوی و، چې دا زبردست لباس رابرټ لیور، منیش ملهوترا، ناریش روهرا او انیتا شروف جوړ کړی و.

دپیکا پاډوکون: سنجی لیلا بنسالي هم د ګرانبیه فلمونو جوړولو لپاره پېژندل کېږي، په دې وروستیو کې هغه ځینې داسې فلمونه جوړ کړل، چې د خلکو له خوا ډېر خوښ کړای شو، چې یو هم پکې پدماوت و. په دې فلم کې د دپیکا پاډوکون لپاره یو جوړ لهنګا کالي جوړ شوی و، چې نه یوازې ډېر درانده و، بلکې په درې میلیونه هندي روپیو جوړ شوي و.

اکشی کمار: مشهور کومیډي فلم سینګ از کینګ چې خلکو هم ډېر خوښ کړی و، ویل کېږي چې په دې فلم کې د اکشی کمار لپاره یوازې پګړۍ په ۶.۵ میلیونه روپۍ جوړه شوې وه. دا فلم چې ۹۱ کروړه بودیجه يې وه، د اکشی کمار په پګړۍ کې اصل الماس کارول شوي و.

کرینه کپور خان: د اکشی کمار او کرینه کپور د کمبخت عشق په نوم یو فلم راغلی و، چې که څه خم دغه فلم کامیاب نه شو، خو د کرینه کپور کار پکې خلکو خوښ کړ او یو جوړ تور کالي چې کرینې په دې فلم کې اغوستي هم ډېر مشهور شو، دا کالي د نوموړې لپاره په ۸۰۰ زره روپۍ جوړ شوي و.

ایشوریه رای بچن: اشوتوش ګواریکر د جودها اکبر په نوم یو تاریخي فلم جوړ کړی و، چې ریتیک روشن پکې د اکبر پاچا او ایشوریه رای پکې د هغه د مېرمن کردار ادا کړی و. دا تاریخي فلم چې په ۴۰ کروړه جوړ شوی و، د ایشوریه لپاره هره جوړه په دوه لکه روپۍ جوړه شوې وه.

کنګنا رناوت: په مشهور فلم کریش ۳ کې کنګنا رناوت ۱۰ بېلا بېل ډول کالي اغوستي و، چې راکیش روشن دا کالي په ځانګړي ډول پاریس کې جوړ کړي و، چې په دې ټولو کالیو ۱۰ میلیونه هندي ذوپۍ  مصارف راغلي و.

دا هم ولولئ

سنجی دت له خپلې کورنۍ سره په دوبۍ کې اختر ولمانځه

د هندي فلمونو مشهور اداکار یا هنرمند سنجی دت له خپلې کورنۍ سره په دوبۍ …