کورپاڼه / جالب / له پنځلسو کلونو څخه غیر حاضر کارمند په میلونونو ډالر معاش ترلاسه کړی

له پنځلسو کلونو څخه غیر حاضر کارمند په میلونونو ډالر معاش ترلاسه کړی

په ایټالیا کې یو شخص چې په دوامداره پنځلس کاله یې دندې ته حاضري نه ده ورکړې، خو بیا یې هم تنخوا یا معاش ترلاسه کوو بالاخره ونېول شو.

د ایټالوي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې ددې هیواد پر یو اوسیدونکي سلواټور شوماکی د دوکې، رشوت او د دندې د بې ځایه استعمال او د نورو جرمونو په اړه قضیې ثبت شوي.

د ایټالیا پولیس وایي چې سلواټور د پګلایسی په روغتون کې په دنده ګومارل شوی و او له ۲۰۰۵ کال راهیسې یې د روغتون دروازه هم نه وه لېدلې، خو بیا یې هم هره میاشت شپږ لکه امریکایي ډالر معاش اخیسته.

ویل کېږي چې نوموړي خپل نیم معاش له خپل سرپرست ملګري ورکاوه، ترڅو په دې موضوع خوله خلاصه نه کړي او حاضر یې وشمېري، خو پولیسو د نوموړي د بدلون، حاضرۍ او د نورو کسانو څخه څېړنې ترسره کړي.

په دې وروستیو کې د ایټالیې حکومت پر غیر حاضرو کارمندانو څېړنې پیل کړي، سلواټور یې هم تر اوسه نه دی نېولي خو پولیسو د ځوابونو ورکولو لپاره شل ورځې وخت ورکړی او په همدې ترڅ کې به یې د نېولو پرېکړه وشي.

دا هم ولولئ

یو پخلنځي پر بیسکټو د غله عکسونه چاپ کړي

په امریکا کې د کلچو پخونې یوې کارخانې د کامرې په مرسته له یو غل …