کورپاڼه / خبرونه / راشد خان او محمد نبي هم سچن ټنډولکر ته مبارکي ورکړه

راشد خان او محمد نبي هم سچن ټنډولکر ته مبارکي ورکړه

نن د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني مخکښ او افسانوي لوبغاړي سچن ټنډولکر کلیزه ده، چې د نړۍ د نورو لوبغاړو او کرکټ مینه والو په څېر افغان لوبغاړو هم د کلیزې مبارکي ورکړې ده.

سچن ټنډولکر په ۱۹۷۳ کال کې د اپریل په ۲۴مه نېټه د هند په ممبۍ کې زېږېدلی و، چې نن يې ۴۸مه کلیزه یا زیږ ورځ ده.

نوموړي په ۱۹۸۹ کې د هند لپاره نړیوالې لوبې پیل کړې او تر ۲۰۱۳ کال پورې ولوبېده چې بلها ډېر نړیوال ریکارډونه يې جوړ کړل، چې ډېر يې تراوسه هم چا نه دي مات کړي.

دې افسانوي لوبغاړي په نړیوالو لوبو کې تر ټولو زیاتې منډې ترلاسه کړې او  همدا راز د سلیزو سلیزه یې پوره کړه، چې دا کارنامه له نوموړي پرته چا نه ده کړې.

د کرکټ لیټل ماسټر او ماسټر بلاسټر لقب خپلوونکي دې مخکښ توپوهونکي ته د افغانستان مشهورو لوبغاړو راشد خان او محمد نبي هم په ټویټر کې د کلیزې مبارکي ورکړې ده.

دا هم ولولئ

ویسټ انډیز

سویلي افریقا، اسټرالیا او پاکستان د ویسټ انډیز سفر کوي

په روان کال ۲۰۲۱ کې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله د ډېرو لوبډلو کوربه …