کورپاڼه / خپلواک / شعېب اختر: د پاکستان زياتره لوبغاړي په فساد کې ښکېل و
شعېب اختر

شعېب اختر: د پاکستان زياتره لوبغاړي په فساد کې ښکېل و

خپلواک وېبپاڼه (۳ نومبر ۲۰۱۹): د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي دي، چې هغه ټول کرکټ له هغه لوبغاړو سره کړی دی، چې په مېچ فيکسينګ، فساد او درغليو کې يې لاسونه درلودل.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وينا، د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی شعېب اختر وايي، چې د هغه سره چې کوم لوبغاړي لوبېدل، ټولو په مېچ فيکسنګ او درغليو کې لاس لرلو.

هغه په خپلو خبرو کې زياته کړې ده، چې پخواني چټک توپ اچونکي محمد اصف ورته يوه ورځ د هغه ټولو لوبو په اړه معلومات ورکړل، چې يادې لوبې له مخکې څخه فيکس شوې يا هم پکې فساد شوی و.

هغه په خپله مرکه کې وايي، چې ما به له ځان سره فکر کولو چې د لوبو له فيکسنګ او درغليو به ځان ساتم، ځکه چې پاکستان ته دوکه نه شم ورکولای، خو په وينا يې چې ټولې لوبې له مخکې ټاکل کېدې او لوبغاړو مېچ فيکسنګ کولو.

د يادولو ده چې پاکستاني کرکټ لوبغاړو تر نورو ډېر په مېچ فيکسنګ، د لوبو په درغلۍ او فساد کې ښکېل و، چې وخت نا وخت پرې د کرکټ نړيوالې شورا له لوري بندېزونه هم لګېدلي و.

سلمان بټ، محمد اصف او محمد عامر هغه لوبغاړي و چې د کرکټ نړيوالې شورا پرې په ۲۰۱۱ کال کې بندېزونه لګولي و. همدا راز يو شمېر نور پاکستاني لوبغاړي هم له بندېزونو سره مخ شوي دي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …