کورپاڼه / خبرونه / د سویلي افریقا کرکټ بورډ د بندېز له خطر سره مخ دی

د سویلي افریقا کرکټ بورډ د بندېز له خطر سره مخ دی

د سویلي افریقا کرکټ بورډ او ملي لوبډله يې د بندېز له خطر سره مخ ده، ځکه چې په کرکټ بورډ کې سیاسي مداخلې زیاتې شوې دي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، د سویلي افریقا کرکټ بورډ کې د سیاسي مداخلت وروسته د ای سي سي له خوا د بندېز د خطر سره مخ دی.

په راپور کې ویل شوي دي، چې د سویلي افریقا د سپورټس وزیر د کرکټ بورډ بودیجه درولې او د خپل واک په مرسته يې کرکټ بورډ په خپل لاس کې اخیستی.

د ای سي سي  اصولو څخه د سرغړونې له امله د سویلي افریقا د نارینه و او ښځینو ملي لوبډلو باندې د نړیوال کرکټ دروازې بندېدلی شي.

سویلي افریقا د کرکټ په نړۍ کې یو له غوره لوبډلو څخه ده، چې په یو ورځنیو لوبو کې اوسمهال په پنځم او ټېسټ لوبو کې په شپږم مقام کې قرار لري.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ کې هم ډېری مهال د سیاسي مداخلت راپورونه ورکول کېږي، که چېرته ای سي سي په دې اړه کوم اسناد ترلاسه کړي، نو ښايي افغان کرکټ بورډ هم له مشکل سره مخ شي.

دا هم ولولئ

ویسټ انډیز

سویلي افریقا، اسټرالیا او پاکستان د ویسټ انډیز سفر کوي

په روان کال ۲۰۲۱ کې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله د ډېرو لوبډلو کوربه …