کورپاڼه / جالب / په تاریخ کې د دویم ځل لپاره شارک ماهي له اتلانتیک سمندر څخه تېر شو

په تاریخ کې د دویم ځل لپاره شارک ماهي له اتلانتیک سمندر څخه تېر شو

اوولس فوټه اوږد سپین رنګه شارک په معلوم تاریخ کې د دویم ځل لپاره د اتلانتیک سمندر څخه تېر شو او د انګلستان د سمندر حدودو ته یې د تګ امکانات ډېر شوي.

د میل انلاین د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه ښځینه شارک نوکومي (Nukumi) نومېږي او وزن یې یو زرو، شپږ سوه او شپږ کیلو ګرامو ته رسېږي.

ویل کېږي چې نوکومي پنځوس کاله عمر لري او په عام ډول د امریکا ختیځ ساحل ته نږدې په اوبو کې ژوند کوي، خو په نه باورېدونکې توګه دا شارک له لویدیځ اتلانتیک څخه تېر شوی او ختیځ اتلانتیک سمندر ته یې ځان رسولی.

د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه شارک د سټلایټ ټیکنالوژۍ په مرسته څارل کېږي او څاروونکې وایي که څه هم شارک ماهیان له یوه ځایه بل ځای ته هجرت کوي، خو په یو معلوم تاریخ له ختیځ اتلانتیک څخه لویدیځ اتلانتیک ته سفر کول دویمه پېښه ګڼل کېږي.

بل لوري د سمندري حیواناتو پېژندونکي وایي چې شارک اوسمهال حامله دی او د بچي د پیدا کولو لپاره مناسب ځای ګوري، یعنې هغه ځای چې نر شارک ور پکې نه وي، تر اوسه د انګلستان له اوبو څخه اوولس سوه کیلو میتره لېرې دی خو دا ښکاري چې دې اوبو ته به هم داخل شي.

دا هم ولولئ

هغه سل کلن ساعت چې د یوې زلزلې په سبب له کاره لوېدلې، اوس په بله زلزله کې پخپله جوړ شو

له جاپان څخه د یوه په زړه پوري خبر له مخې ویل کېږي چې یو …