کورپاڼه / خپلواک / هغه ډرايور چې د اميتاب بچن فلمونو ميليونر کړ
بهرت بهاټيا او اميتاب بچن

هغه ډرايور چې د اميتاب بچن فلمونو ميليونر کړ

خپلواک وېبپاڼه (۳ نومبر ۲۰۱۹): په ژوند کې به مو ډېر خلک داسې ليدلي وي، چې له سختې خوارۍ او زيار وروسته يې برياوې ترلاسه کړي وي، دغه خلک تل له يو چا متاثره کېږي او بيا خپلې خوارۍ ته دوام ورکوي، خو د هند يو اوسېدونکی د هندي سينما د نامتو فلمي ستوري اميتاب بچن نه دومره متاثره شو، چې اوس ميليونر دی.بهرت بهاټيا ۱

د ګلف نيوز د راپور په وينا، هغه سړی چې د اميتاب بچن فلمونو کتلو ميليونر کړ، بهرت بهاټيا نومېږي او اوس په دوبۍ کې د سټيل جوړونکي شرکت (کانرس) اجراييوي مشر دی.

بهرت بهاټيا له رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې هغه له پيله د اميتاب بچن ډېر لوی مينه وال و او د نوموړي هر يو فلم به يې بيا بيا کتلو. هغه وايي، چې د اميتاب بچن له فلمونو يې دا درس ترلاسه کړ، چې انسان بايد پر خپل ځان باور وکړي، سخته خواري وکړي، زيار وباسي او په ټولنه کې خپل ځانګړی مقام جوړ کړي.بهرت بهاټيا او شاه رخ خان

بهرت بهاټيا هغه څوک دی چې د (سټيل ميګنيټ) اصطلاح ورته کارول کېږي، هغه وايي، چې که چېرته په ۱۹۸۳ کې، چې هغه مهال دی ۱۸ کلن و، د اميتاب بچن له فلمونو نه وای متاثره شوی، نو خپل ارامه ژوند به يې نه پرېښود او دوبۍ ته به د خوارۍ او سخت زيار لپاره نه راتللو.بهرت بهاټيا او نريندرا مودي

بهرت بهاټيا چې اوس ۵۴ کاله عمر لري، د ۱.۲ ميليارو درهمو کاروبار هر کال ترسره کوي. هغه د ۱۸ کالو په عمر کې له هند څخه دوبۍ ته تللی و چې هلته يې د ټرک ډرايوري پيل کړه، خو د خپلې خوارۍ او زيار له امله يې دومره پرمختګ وکړ، چې د ميلياردونو درهمو د کاروبار مالک شو او اوس نوموړی د سټيل يو له لویو شرکتونو درلودونکو کسانو څخه دی.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …