کورپاڼه / هنر او کلتور / هندي اداکارې پرېکړه کړې چې له ډاکتر به لس میلونه تاوان اخلي

هندي اداکارې پرېکړه کړې چې له ډاکتر به لس میلونه تاوان اخلي

هندي اداکارې یا هنرمندې ریزا ولسن پرېکړه کړې چې په ناسم ډول د درملنې په کولو او د خپل ژوند په خطر کې د اچولو لپاره د ډاکتر پر وړاندې د لس میلونه هندي کلدارو د تاوان غوښتنه وکړي.

ریزا لس په دې اړه په ټولنیزه رسنۍ یو پوسټ کړی او هغه ټوله کیسه یې په تفصیل سره ور پکې کړې چې نوموړې ورسره مخ شوې.

نوموړې ویلي دي چې ډاکتر بیراوي یې پرمخ د درملنې غلطه طریقه یا میتود کارولي او په سبب یې مخ بدرنګه شوی دی. ریزا ولسن وایي چې ډاکتر باید ناروغ غوښتنې ته سمدستي ځواب ووایي او له پامه دې یې نه غورځوي.

دی وایي چې دې لپاره چې په راتلوونکي کې کوم ناروغ له داسې حالت سره مخ نه شي، ځکه یې په ډاکتر او ټولې ډلې قضیه ثبت کړې.

نوموړې زیاتوي چې د قضیې ترڅنګ له ډاکتر څخه لس میلونه هندي کلداري هم د تاوان پع بڼه اخلي او اخیستل شوې روپۍ به په هغه کسانو وویشي چې له ورته پېښو سره مخ شوي وي.

بل لوري ته ډاکتر د اداکارې ریزا ولسن خبرې ناسمې بللې او غواړي چې د نوموړې په وړاندې قضیه ثبت کړي.

دا هم ولولئ

دغه رسامي په (۱۰۳) میلونو ډالرو سره پلورل شوی

رسامي د نړۍ په کچه د میلونونو په شمېر مینوال لري، خو له امریکا څخه …