کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / ای پي ایل: حېدراباد به نن ډیلي ته خپل زور ښکاره کړي

ای پي ایل: حېدراباد به نن ډیلي ته خپل زور ښکاره کړي

په هند تجارتي لیګ یا ای پي ایل کې نن دوه لوبې ترسره کېږي، چې لومړۍ لوبه د چینای سوپر کنګز او رایل چېلنجرز بېنګلور او دویمه لوبه به د سنرایزرز حېدراباد او ډیلي کاپیټلز ترمنخ ترسره شي.

د رایل چېلنجرز بېنګلور لوبه په روان لیګ کې ډېره ښه روانه ده چې څلور واړه لوبو کې يې بریا خپله کړې او په جدول کې لومړۍ لوبډله ده، همدا راز د چینای لوبډلې هم په ۴ کې ۳ لوبې ګټلي چې دویمه لوبډله ده او نن هم ښايي د دواړو لوبډلو ترمنخ زبردسته لوبه ترسره شي.

د ای پي ایل شلمه لوبه بیا نن د حېدراباد او ډیلي ترمنځ ترسره کېږي، چې ډیلي په ۴ کې ۳ او حېدراباد بیا په ۴ کې یوازې ۱ لوبه ګټلې ده.

د حېدر اباد لوبډله سږکال له پیل څخه ډېره کمزورې روانه وه، خو په خپله تېره یا څلورمه لوبه کې يې کم بېک وکړ او بومړۍ بریا یې خپله کړه، خو ډیلي بیا ډېره ښه روانه ده.

سږکال دا د ډیلي او حېدراباد لومړۍ لوبه ده، خو که د تېر کال لوبو ته يې پام وشي، نو ډیلي او حېدراباد ۳ لوبې کړې وې، چې حېدراباد ۲ او ډیلي ۱ لوبه ګټلې وه.

دا هم ولولئ

عبدالرزاق

د پاکستان پخوانی کرکټر عبدالرزاق هم په کورونا اخته شوی

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی الراونډر لوبغاړی عبدالرزاق هم په کورونا ویروس اخته شوی …