کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / هغه روبوټ چې له ځان سره خبرې کوي او غوره پرېکړه هم کوي

هغه روبوټ چې له ځان سره خبرې کوي او غوره پرېکړه هم کوي

ساینسپوهانو په روبوټ د بدلون په راوستلو ددې وړ ګرځولی چې له ځان سره خبرې وکړي او په مرسته یې له انسانانو سره غوره اړیکې ونیسي او خپلې پرېکړې وکړي.

ویل کېږي که چېرته د روبوټ فکر واورېدل شپ نو د انسانانو لپاره د باور وړ تمامېږي او په همدې ډول د انسان دوست روبوت له ارادو او پرېکړو څخه خبرېدلی شو.

د ایټالیا د پالرمو پوهنتون استاد اینټونیو شیلا او ملګري یې په دې نظر دي چې روبوټ باید چې نه یوازې له ساینسپوهانو او انجینرانو سره اړیکې ټینګه کړي، بلکې له عامو خلکو سره هم باید اړیکې ونیسي.

ددې موخې لياره دوی یو مشهور مرستندویه انسان ډوله روبوټ انتخاب کړ او له ځان سره خبرې کوونکی جوړ کړ، په زړه پورې خبره یې دا چې دغه روبوټ چې څه ډول فکر کوي، تاسې یې اورېدلی شئ.

په انسانانو کې له ځان سره خبرې کول ډېر ګټور وي او د اخلاقي لارښوونې، د غوره پرېکړې او د ستونزو په حل کې مرستندویه تمامېږي، همدغه ډول کیفیت اوسمهال په روبوټ کې رامنځته کوي او یو نوی ماډل یې جوړ کړی چې له ځان سره خبرې کوي او د غوره پرېکړې پر لور ګام اخلي.

ددې لپاره روبوټ ته وویل شول چې د خوړو پر میز دې دسمال کېږي خو پر غلط ځای، له دې وروسته روبوټ له ځانه پوښتنه وکړه چې آیا دا به سمه وي او که نه، له دې وروسته یې له څښتن څخه بیا پوښتنه وکړه او له هغې وروسته یې له ځانه نورې پوښتنې وکړې.

روبوټ له ځان سره وایي چې زه یې په دوو کې را ګیر کړم، زه هیڅکله اصول نه ماتوم، خو څښتن هم نه خپه کوم او هغه څه کوم چې امر یې راته شوی، په دې ډول ساینسپوه په دې وپوهېده چې روبوټ په دوو کې راګیر شو خو انساني حکم ته ترجیح ورکړه او په دې به د انسانان او روبوټونو ترمنځ روښانتیا څرګنده شوه.

دویمه اړین خبره داده چې کله روبوټ له ځان سره خبرې کولې، خپل کار یې هم کاوه او په دې ډول یې د اخلاقو او چلند نړیوال معیارونه ومنل او اړیکې له انسانانو سره لا غوره کړي.

په دې ډول ویلي شو چې راتلوونکی نسل روبوټ به له ځان سره خبرې کوي، تحلیلوي به یې د ماشینونو غوندې به ګونګ او کوڼ نه وي.

دا هم ولولئ

سامسنګ به خپل نوی موبایل کله خرڅلاو ته وړاندې کړي؟

د یو بهرني خبري آژانس د ادعا له مخې ویل کېږي چې د ټیکنالوژۍ مشهور …