کورپاڼه / جالب / الوتکې ته په داخلېدو سره د ښه راغلاست راز څه کېدلی شي؟

الوتکې ته په داخلېدو سره د ښه راغلاست راز څه کېدلی شي؟

هغه کسان چې په الوتکه کې یې سفر کړی وي په دې پوهېږي چې الوتکې ته په داخلېدو یې د ښه غږ او شکل درلودونکې کارمندې په ډېره خوږه ژبه ښه راغلاست ته ولاړې وي.

خو په دې خبره به د حیرانۍ احساس وکړئ چې د الوتکو د کارمندو موخه یوازې ښه راغلاست ویل نه وي، بلکې ستا باډي لینګویچ ته کتو ستاسو په اړه مهمې پرېکړې هم کوي.

په دې اړه د امریکا یوه اوسېدونکې کیټ کمالاني چې پخپله هم د الوتکې کارمنده ده، په ټولنیزه رسنۍ ټیک ټاک یې د ښه راغلاست اصلي راز ښکاره کړی، چې تر اوسه پورې یې ویډیو په میلونونو کسانو لېدلې.

دغه کارمنده وایي کله چې مسافر الوتکې ته دننه شي، نو کارمندو ورته د ښه راغلاست په ویلو سره دا معلوموي چې آیا په بېړنیو حالاتو کې وروسته مرسته کولی شي او که نه.

کیټ کمالاني وایي چې د الوتکې کارمندې په دې اړه ډېر د خوښۍ احساس کوي چې د یو چا په مسلک وپوهېږي او ځینې وختونه مسافر پخپله ورته د دندې په اړه معلومات ورکوي.

دا هم ولولئ

هغه سل کلن ساعت چې د یوې زلزلې په سبب له کاره لوېدلې، اوس په بله زلزله کې پخپله جوړ شو

له جاپان څخه د یوه په زړه پوري خبر له مخې ویل کېږي چې یو …