کورپاڼه / جالب / هغه الوتکه چې یوازې یو مسافر یې یوړو، خو علت یې څه و؟

هغه الوتکه چې یوازې یو مسافر یې یوړو، خو علت یې څه و؟

د مصر پږد قاهرې په نړیوال هوایي ډګر هغه وخت یو ډېره عجیبه پېښه رامنځته شوه، کله چې د سوډان یوه الوتکه د یوازې یو مسافر سره بېرته ستنه شوه او د نورو مسافرو ترڅنګ یې د الوتکې د کارمندو سفر هم لغوه کړو.

د نړیوال خبري آژانس د راپور له مخې ویل کېږي چې د الوتکې کپتان ددې لپاره د مسافرو له وړلو انکار وکړ، ترڅو روغتیا یې خوندي وي او سفر یې هم پنځه ساعته وځنډیده.

راپور زیاتوي چې دوه څلویښت کلنه سوډانۍ میرمن چې د (PCR) د معاینې نتیجه یې مثبته وه، د سوډان له هوایي ډګره د (ایس ډي ۱۰۲) الوتنې سره له خرطوم څخه له مسافرو سره قاهرې ته ورسېده، خ پرېنښودل شوه چې د مصر هیواد ته داخله شي او د بېرته لېږلو پرېکړه یې وکړه.

د هوایي ډګر د اداره کوونکو د وینا له مخې ویل کېږي چې سوډاني (ایس ډي ۱۰۳) الوتنه خرطوم د تګ لپاره بشپړه توګه تیاره وه، خو د الوتکې کپتان د مسافرو د ساتنې لپاره هغوی په الوتکه کې پرېنښودل.

د هوایي ډګر اداره کوونکو د الوتکې له کپتان څخه وغوښتل چې پرېکړه بدله کړي او نورو مسافرو ته هم د سفر کولو اجازه ورکړي، ناروغه میرمن دې په آخره څوکۍ کې کېنول شي، نو کپتان ورسره ونه منله.

راپورونه وایي چې له پنځو ساعتونو خبرو اترو کپتان د څلور کارمندو سره د یوازې یو مسافر خرطوم ته د وړلو پرېکړه وکړه او پاتې نهه ویشت مسافر او اته کارمندان یې پرېښودل.

دا هم ولولئ

د پښو د ګوتو په اړه ډېر په زړه پوري او مهم معلومات

د انسان د شخصیت پېژندنه یو ډېر ستونزمن او سخت کار دی، خو ارواپوهان بیا …