کورپاڼه / هنر او کلتور / راکي ساونت: په مور مې قسم خورم چې واده مې کړی دی

راکي ساونت: په مور مې قسم خورم چې واده مې کړی دی

هندي اداکاره او د بیګ باوس د څوارلسم پړاو سيالۍ کوونکي راکي ساونت پخپلې مور قسم خوړلی او ویلي یې دي چې په حقیقت کې یې د رتیش په نوم له یو شخص سره واده کړی.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې راکي ساونت پخپله وروستۍ مرکه کې د خپل ګډ ژوند په اړه خبرې کړي او قسم یې خوړلی چې له رتیش سره یې واده کړی دی.

راکي ساونت وایي چې: ((زه نه پوهېږم چې د خپل ګډ ژوند په کوم مقام کې ځای لرم، ځکه چې د ګرځبندیز په سبب مې له رتیش سره لېدنه نه ده شوې.))

نوموړې زیاتوي چې: ((رتیش اوسمهال په کاناډا کې دی او په موږ دواړو کې تر اوسه یو هم سفر نه شو کولی.))

د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې راکي ساونت په یوه مرکه کې ویلي ول که چېرته یې د خاوند د لومړني واده او ماشوم په اړه معلومات لرل نو هیڅکله به یې ورسره واده نه و کړی. نوموړې زیاته کړې وه چې د خپل کور د آبادولو لپاره د بلې ښځې کور نه شي ورانولی.

د یادولږ وړ ده چې راکي ساونت د بیګ باوس په څوارلسم پړاو کې ویلي ول چې خاوند یې له وړاندې واده کړی و او د یو ماشوم پلار هم دی، خو نوموړې له دې خبرې وروسته خبره شوه. راکي ساونت تېرکال د جولایي په میاشت کې په انګلستان کې له یو اوسیدونکي سوداګر سره واده وکړ.

دا هم ولولئ

ډوین جانسن: په ماشومتوب کې به خلکو انجلۍ ګڼلم

د هالیووډ د فلمونو ستوری او مشهور ریسلر ډوین جانسن (دی راک) د خپل تېر …