کورپاڼه / کرکټ / پاکستان، زمبابوې ته د ۱۶۴ منډو هدف وټاکه

پاکستان، زمبابوې ته د ۱۶۴ منډو هدف وټاکه

پاکستان په دریمه شل اوریزه لوبه کې د محمد رضوان د ۹۱ منډو پر مټ د زمبابوې لوبډلې ته د ۱۶۴ منډو هدف وټاکه.

دغه لوبه چې د زمبابوې په کوربتوب د هرارې په لوبغالي کې ترسره کېږي، د لوبې پچه پاکستان وګټله او پخپله یې توپ وهنه غوره کړه، چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۳ منډې جوړې کړې.

د پاکستان له لورې محمد رضوان تر نورو ښه وځلید او ۳ شپږیزو او ۵ څلوریزو پر مټ یې ۹۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او بابر بیا د ۵ څلوریزو پر مټ ۵۲ منډې ترسره کړې.

د زمبابوې لورې جانګوي یو ځل بیا ښه توپ اچونه وکړه او د څلور اورونو په ترسره کولو یې ۳۷ منډې ورکړې خو ۳ پاکستاني لوبغاړي یې وسوځول.

د یادولو وړ ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه پاکستان په ۱۱ منډو ګټلې وه، خو دویمه یې بیا د ۱۸ منډو توپیر بایللې وه او لوبلړۍ یې یو په یو برابره کړې وه.

دا هم ولولئ

ای پي ایل او هند کرکټ بورډ

که ای پي ایل لغوه شي، هند به دوه نیم زره کروړه روپۍ تاواني شي

د هند کرکټ بورډ (بي سي سي ای) یو غړي ويلي دي، که چېرته هند …