کورپاڼه / خبرونه / د ګربز نوې کارنامه؛ په یو اور کې ۶ شپږیزې او ستره توپوهنه يې ترسره کړه
رحمان الله ګربز

د ګربز نوې کارنامه؛ په یو اور کې ۶ شپږیزې او ستره توپوهنه يې ترسره کړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان چټک توپوهونکی او ویکټ ساتونکی چې اوسمهال د ایوبي رمضان لس اوریزه لیګ کې لوبېږي، دغه لیګ کې يې نوې کارنامه ترسره کړه.

نوموړي د سلیم کاروان ګروپ کرکټ کلب پر وړاندې په لس اوریزه لوبه کې نن په یو اور کې ۶ شپږیزې ووهلې.

په دې لیګ کې د رحمان الله ګربز د لوبډلې نوم ګربز زلمي کلب دی، چې هغه يې لوبډلمشر هم دی.

په نننۍ لوبه کې نوموړي په ۳۶ توپونو ۱۴۴ چټکې منډې ترلاسه کړې چې ۲۱ شپږیزې يې هم ووهې او مخالفې لوبډلې ته يې په لس اورونو کې د ۱۷۴ منډو هدف وټاکه.

د یادولو وړ ده چې په کابل کې روانې دا لس اوریزه سیالۍ رسمي سیالۍ نه دي او نه يې هم ریکارډونه او سکور کارټ انلاین چېرته خپرېږي.

دا هم ولولئ

محمد نبي

د نبي خېریه بنسټ په کابل او ننګرهار کې له لسګونو کورنیو سره مرسته وکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړي محمد نبي خېریه بنسټ له لوري په …