کورپاڼه / تجارتي ليګونه / جډیجا د چینای لوبډله د جدول سر ته ورسوله

جډیجا د چینای لوبډله د جدول سر ته ورسوله

رویندرا جډیجا نن د چینای سوپر کنګز لپاره په توپوهنه او توپ اچونه دواړو برخو کې کمال ښکاره کړ، چې چینای یې بریالۍ کړه او په جدول کې يې هم سر ته ورسوله.

د ای پي ایل ۱۹مه لوبه چې نن د چینای سوپر کنګز او رایل چېلنجرز بېنګلور ترمنځ ترسره شوه، چینای د لوبې پچه وګټله او توپوهنه يې غوره کړه.

چینای سوپر کنګز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۱ منډې وکړې، چې له ډلې يې رویندرا جډیجا ۶۲ ناسوځېدلې، فاف ډوپلیسي ۵۰ او روټوراج ګایکواړ ۳۳ منډې وکړې.

د رایل چېلنجرز بېنګلور له خوا هرشل پټیل په ۴ اورونو کې ۳ لوبغاړي وسوځول، خو ۵۱ منډې يې هم ورکړې، همدا راز یوژیندرا چاهل هم ۱ ویکټ واخیسته.

د ۱۹۲ منډو هدف په تعقیب د رایل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۲ منډې وکړې او د ۶۹ منډو په توپیر يې ماتې وخوړه.

د بېنګلور له خوا دیودت پاډیکال ۳۴ او ګلین میکسویل ۲۲ منډې وکړې. د چینای له خوا رویندرا جډیجا ښه توپ اچونه ترسره او ۳ لوبغاړي يې وسوځول، چې ۱۳ منډې يې ورکړې، عمران طاهر هم ۲ ویکټې واخیستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه رویندرا جډیجا ترلاسه کړه.

د یادولو وړ ده چې په روان لیګ کې رایل چېلنجرز بېنګلور لومړۍ ماتې وخوړه او چینای سوپر کنګز څلورمه بریا خپله کړه چې په جدول کې تر ټولو مخکې شوه.

دا هم ولولئ

عرفان پټان او محمد شامي

سچن ټنډولکر، محمد شامي او نورو هندي لوبغاړو مسلمانانو ته د اختر مبارکي ورکړه

د سعودي عربستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په ټولو اسلامي هېوادونو کې پرون …