خپلواک وېبپاڼه (۳ نومبر ۲۰۱۹): پرون د شاه رخ خان کليزه وه، هغه پرون د ۵۴ کلونو شو. پرون په هند کې د نوموړي مينه والو د هغه د زېږېدو ورځ په ډېرو ولولو او جذبو سره ولمانځله، خو د شاه رخ خان لپاره دوبۍ هم خپله مينه ښکاره کړه او د هغه کليزه يې په شاندار ډول ولمانځله.
په دوبۍ کې د نړۍ تر ټولو ستر تعمير برج خليفه باندې د شاه رخ خان د زېږېدو ورځ په ځانګړي انداز ولمانځل شوه. پرون په دغه تعمير باندې د شاه رخ خان لپاره ځانګړی تياری نيول شوی و، چې په برخ خليفه يې ليکلي و: ((د هندي سينما نامتو فلمي ستوري شاه رخ خان ته دې د زيږ ورځ مبارک وي.)) دا لومړی ځل دی چې په برج خليفه باندې د يوه فلمي ستوري لپاره داسې بندوبست شوی و.
د شاه رخ خان د مينه والو لپاره دا ډېره ځانګړې صحنه وه، د دغه نظارې ليدو ته ډېر زيات خلک راغلي او د شاه رخ خان د فلم (اوم شانتي اوم) سندرې سره سم په برج خليفه د هغه نوم هم ليکل شوی و.
د ويلو ده چې په لومړي ځل د يوه فلمي ستوري لپاره په برج خليفه دا نظاره وړاندې شوه. د دغه نظارې ترسره کېدو نه وروسته په ټولنيزو رسنيو ډېری خلکو د برج خليفه ويډيوګانې او انځورونه خپاره کړل، همدا راز په خپله شاه رخ خان هم دغه ويډيو خپره کړه.
To my brother, the awesomely cool Mr. @Mohamed_Alabbar and @BurjKhalifa @emaardubai. Thanks for making me shine so bright. Your love and kindness is unsurpassable. Wow! This is really the Tallest I have ever been. Love u Dubai. It’s my birthday and I’m the guest! pic.twitter.com/8oFAQCqNbD
— Shah Rukh Khan (@iamsrk) November 2, 2019
د شاه رخ خان د زېږېدو په ورځ د نورو کلونو تر څنګ پرون هم د هغه د کور مخې ته په زرګونو مينه وال راغلي و، هغه نيمه شپه خپلو مينه والو ته راوواته او د هغوی مننه يې وکړه. نوموړي دا ځل خپله کليزه هم له خپلو مينه والو سره ولمانځله، پرون د هغه د کليزې پروګرام په يو تالار کې نيول شوی و، چې هلته يې له مينه والو سره وليدل، کېک يې پرې کړ او له هغوی سره يې نڅاوې هم وکړې.