کورپاڼه / ريکارډونه / بابر اعظم د ویراټ کوهلي یو بل ریکارډ هم مات کړ

بابر اعظم د ویراټ کوهلي یو بل ریکارډ هم مات کړ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکي بابر اعظم د هند لوبډلې کپتان او مخکښ توپوهونکي ویراټ کوهلي د ۲۰۰۰ چټکو منډو ریکارډ مات کړ.

بابر اعظم نن د زمبابوې پر وړاندې په دریمه نړیواله شل اوریزه لوبه کې پنځوسیزه ووهله او لومړنی توپوهونکی شو چې په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې يې په کمو لوبو کې ۲۰۰۰ منډې پورې کړې.

بابر اعظم په ۵۴ لوبو او ۵۲ اننګز کې دا ۲۰۰۰ منډې پوره کړې، تر دې مخکې بیا ویراټ کوهلي دا ریکارډ درلود، چې هغه په ۶۰ لوبو او ۵۶ اننګز کې دا ریکارډ جوړ کړی و.

همدا راز د اسټرالیا ارون فنچ په ۶۲ لوبو کې، د نیوزیلېنډ برینډن مکالم په ۶۷ لوبو کې، د نیوزیلېنډ مارټین ګوپټیل په ۷۰ لوبو کې، د ایرلېنډ پال سټرلینګ په ۷۳ لوبو کې او د اسټرالیا ډیویډ وارنر بیا په ۷۳ لوبو کې ۲۰۰۰ منډې پوره کړې دي.

د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې بابر اعظم د نړیوالو یو ورځنیو لوبو د توپوهونکو په دزجه بندۍ کې هم له ویراټ کوهلي مخکې او لومړی مقام يې خپل کړی دی.

دا هم ولولئ

ای پي ایل او هند کرکټ بورډ

که ای پي ایل لغوه شي، هند به دوه نیم زره کروړه روپۍ تاواني شي

د هند کرکټ بورډ (بي سي سي ای) یو غړي ويلي دي، که چېرته هند …