کورپاڼه / خبرونه / له محمد نبي وروسته مجیب الرحمان هم د ۷۰ بې وزله کورنیو سره مرسته وکړه

له محمد نبي وروسته مجیب الرحمان هم د ۷۰ بې وزله کورنیو سره مرسته وکړه

د محمد نبي وروسته د ملي لوبډلې یو بل مخکښ ورو توپ اچونکي مجیب الرحمان هم د ۷۰ بې وزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

مجیب الرحمان اوسمهال په هند کې دی، چېرته چې په ای پي ایل کې د سنرایزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېږي، د خپلو هېوادوالو مرستې ته يې هم رادانګلي دي.

د معلوماتو له مخې، دا مرسته په خوست ولایت کې په ۷۰ بې وزله کورنیو وېشل شوې ده، چې خوراکي توکي و او د روژې په میاشت کې به پرې ډېرې کورنۍ خپل د ژوند ضرورت پوره کړي.

دا هم ویل شوي دي، چې مجیب الرحمان به په دې وروستیو کې خېریه بنسټ هم جوړ کړي، چې له لارې به يې په هېواد کې د بې وزله هېوادوالو سره مرستې کېږي.

د یادولو وړ ده چې د ملي لوبډلې تجربه کار الراونډر محمد نبي هم له څو کلونو راهیسې یو خېریه بنسټ چلوي، چې څو ورځې وړاندې يې هم د ۶۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې.

دا هم ولولئ

ویسټ انډیز

سویلي افریقا، اسټرالیا او پاکستان د ویسټ انډیز سفر کوي

په روان کال ۲۰۲۱ کې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله د ډېرو لوبډلو کوربه …