کورپاڼه / اسلام / حضرت آدم علیه السلام کوم نبي ته له خپل عمر څخه (۴۰) کاله ورکړي ول

حضرت آدم علیه السلام کوم نبي ته له خپل عمر څخه (۴۰) کاله ورکړي ول

حضرت ابو هریره رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي، کله چې الله تعالی حضرت آدم علیه السلام پیدا کړ نو پر ملا یې لاس تېر کړ.

په دې توګه به الله تعالی د قیامت تر ورځې ټول روحونه د آدم له اولادې پیدا کړي، د هر انسان د دواړو سترګو ترمنځ یې د نور رڼا جوړه کړه او بیا حضرت آدم علیه السلام ته ور وړاندې کړل نو پوښتنه یې دا څوک دي؟

الله تعالی ورته وفرمایل، چې دا ستا اولادونه دي، ناڅاپه یې سترګې پر یو سړي ولګېدې چې د سترګو ځلا یې ډېره خوښه شوه، نو پوښتنه یې وکړه دا څوک دی؟

الله تعالی ورته وفرمایل چې دا داود علیه السلام دی، بیا یې پوښتنه وکړه چې ای پروردګاره! دده عمر څومره دی؟ الله تعالی ورته وفرمایل چې شپېته کاله، آدم علیه السلام ورته وویل چې زما له عمره څلویښت کاله ور زیات کړه.

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل، کله چې د آدم علیه السلام له عمره څلویښت کاله ویستل شول او عمر یې پوره شو نو عزرایل علیه السلام ورته راغلی نو آدم علیه السلام ورته وویل چې آیا زما عمر څلویښت کاله نه دی پاتې؟

عزرایل علیه السلام ورته وویل چې آیا تا څلویښت کاله خپل زوی داود ته نه و ورکړي، آدم علیه السلام انکار وکړ په همدې ډول به اولاده هم انکار کوي، آدم تېروته او د ونې مېوه یې وخوړه په همدې ډول به یې اولاده هم تېروځي، آدم تېروتنه وکړه او په همدې ډول به یې اولاده هم تېروتنه کوي.

دا هم ولولئ

کعبه

د روژې په دوه لسیزو کې ۳ میلیونه کسان مسجد الحرام ته تللي

د سعودي عربستان د سپېڅلو جوماتونو اداره وايي، چې د روژې مبارکې میاشتې په لومړیو …