کورپاڼه / خپلواک / د کرکټ بورډ مشر له حشمت، منير، شاپور او نورو لوبغاړو سره ليدلي
فرهان يوسفزی

د کرکټ بورډ مشر له حشمت، منير، شاپور او نورو لوبغاړو سره ليدلي

خپلواک وېبپاڼه (۳ نومبر ۲۰۱۹): د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان يوسفزي له هغه لوبغاړو سره ليدلي دي چې د ويسټ انډيز پر وړاندې سياليو ته نه و غوره شوي.

د افغانستان کرکټ غوراوي کمېټې د اکتوبر په ۲۵مه نېټه د ويسټ انډيز پر وړاندې سياليو ته د يو ورځنيو او شل اوريزو لوبډلو نوملړونه له رسنيو سره شريک کړل، چې له هغه وروسته د کرکټ ځينو مينه والو او لوبغاړو په دغه نوملړ کې د ځای نه ترلاسه کولو له امله نيوکې وکړې.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان يوسفزي په فېسبوکپاڼه کې ليکل شوي دي، چې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان يوسفزي له یو شمېر هغو لوبغاړو سره وليدل چې د ويسټ انډيز پر وړاندې په راتلونکو سياليو کې نه و غوره شوي.

دوی وايي، په یاده ناسته کې د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر انډي مولز هم شتون درلود او د ناستې په ترڅ کې یې د ټولو لوبغاړو خبرې واورېدې چې نوموړي بیا لوبغاړو ته ټول هغه دلیلونه وړاندې کړل چې له مخې یې دوی ولې يادو سياليو لپاره نه و اخيستل شوي چې په پایله کې یې د لوبغاړو قناعت هم ترلاسه شو.

په دغه ناسته کې فرهان يوسفزي وويل، نوموړی په دې نظر دی، څو د غوراوي کمېټه همېشه باید بې پرې او خپلواکه وي او د نورو لوبډلو پر وړاندې د ملي لوبډلې د سياليو لپاره هغه لوبغاړي غوره کړي، چې افغان لوبډله بريا ته ورسوي او هېوادوالو ته وياړونه راوړي.

فرهان يوسفزي دغه راز لوبغاړو ته په خپلو خبرو کې وویل، ټول لوبغاړي باید پر خپل تکړښت، وړتیا، فټنس او د کرکټ لوبې پر ټولو اصولو ځان برابر کړي، چې د چمتووالي پر مهال به بیا د غوراوي کمېټې له لوري غوره کېږي او د غوراوي کمېټه دغه کار د ټولو لوبغاړو او ملي لوبډلې د روښانه راتلونکي لپاره کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …