کورپاڼه / روغتيا / نوازالدین صدیقي په هغه اداکارانو نېوکې کړي چې بهرنیو هیوادونو ته تللي

نوازالدین صدیقي په هغه اداکارانو نېوکې کړي چې بهرنیو هیوادونو ته تللي

د بالیووډ اداکار یا هنرمند نواز الدین صدیقي په هند کې د کورونا د ناروغۍ خراب وضیعت ته په کتو، هغه اداکارانو ته په غوسه شوی چې په مالدیپ کې یې د خپلو رخصتیو عکسونه خپاره کړي.

نوازالدین صدیقي د یوې مرکې پرمهال وایي چې د بالیووډ شخصیتونه په داسې وخت کې د خپلو رخصتیو عکسونه خپروي، چې نړۍ له ډېر بد وضیعت سره مخ ده، خلک د خوراک لپاره څه نه لري او تاسې پیسې شیندئ، لږ شرم خو وکړئ.

نوموړی وایي چې: (( پر رخصتیو چېرته تلل کومه غلطه خبره نه ده، بلکې غلطي یې داده چې خلکو ته یې څرګندوئ، دې خلکو په مالدیپ کې تماشې جوړې کړې، زه نه پوهېږم چې د ګرځندویانو لپاره څه تیاریانې نېول شوي.))

نوازالدین صدیقي مخکې وایي چې: ((د انسانیت په خاطر خپلې رخصتۍ تر خپل ځانه وساتئ، ځکه دلته په هر ځای کې درد او د کورونا وضیعت نور هم خرابېږي.))

د یادولو وړ ده چې د کورونا په خراب وضیعت کې د بالیووډ اداکاران رنبیر کپور، ټایګر شرف، عالیه بټ، دیشا پټاني او نورو هند پرېښی او د رخصتیو د تېرولو لپاره مالدیپ ته تللي او تېره ورځ د شاهرو خان میرمن ګوري خان او زوی یې آریان خان امریکا ته روان شول چې په ټولنیزو رسنیو کې د سختو نېوکو لاندې راغلل.

دا هم ولولئ

د فلج ناروغي، ډولونه او نښې، نښانې یې

ویل کېږي چې د فلج ناروغي په ټوله نړۍ کې د مړینې دریم لوی لامل …