کورپاڼه / خپلواک / باران د پاکستان لوبډله له اسټراليايي لوبغاړو وژغورله
ارون فنچ

باران د پاکستان لوبډله له اسټراليايي لوبغاړو وژغورله

خپلواک وېبپاڼه (۳ نومبر ۲۰۱۹): د پاکستان او اسټراليا ترمنځ په لومړۍ شل اوريزه سيالۍ کې چې کله اسټراليا توپوهنه پيل کړه، نو په ۳.۱ اورونو کې يې ۴۱ منډې کړې وې، چې باران پيل شو او پاکستانۍ لوبډله يې وژغورله.

پاکستانۍ لوبډله اوسمهال د اسټراليا په سفر ده، چې له اسټراليايي لوبډلې سره د درې شل اوريزو او دوه ټېسټ سياليو لوبلړۍ ترسره کوي.

لومړۍ شل اوريزه لوبه د اسټراليا په سيډني ښار کې نن ترسره شوه، چې په پيل کې د لوبې پچه اسټراليا وګټله او د پاکستان لوبډلې ته يې لومړی د توپوهنې بلنه ورکړه.

د باران له امله لوبه ۱۵ اورونو ته راکوزه شوه، چې پاکستان په ټاکلو ۱۵ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۷ منډې وکړې او د ډي ايل قانون له مخې د اسټراليا لوبډلې ته د ۱۱۹ منډو هدف وټاکل شو. د پاکستان له لوري بابر اعظم د ۵۹ منډو ناسوځېدلې او محمد رضوان د ۳۱ منډو توپوهنه ترسره کړه.بابر اعظم

د اسټراليا له لوري مچل سټارک او کين ريچارډسن ۲-۲ لوبغاړي وسوځول، همدا راز اشټون اګر هم ۱ ويکټ ترلاسه کړه.

د اسټراليا لوبډلې له لوري ډيويډ وارنر او ارون فنچ توپوهنې ته راووتل، چې د ۱۱۹ منډو د هدف په تعقيب کې يې تېزه او چټکه لوبه پيل کړه، دواړو په ۳.۱ اورونو کې ۴۱ منډې وکړې او په لوبه کې يو ځل بيا باران پيل شو، چې لوبه د باران له امله بې نتيجې پای ته ورسېده.محمد عرفان

ارون فنچ په ۳۷ منډو او ډيويډ وارنر بيا په ۲ منډو ناسوځېدلې پاتې شو.

د درې شل اوريزو لوبو په لوبلړۍ کې لومړۍ لوبه بې نتيجې پای ته ورسېده او پاتې دوه لوبو کې به دويمه لوبه د نومبر په پنځمه او دريمه او وروستۍ لوبه د نومبر په ۸مه نېټه ترسره کېږي. همدا راز د دواړو لوبډلو ترمنځ به لومړۍ ټېسټ سيالي د نومبر له ۲۱مې تر ۲۵مې او دويمه بيا د نومبر تر ۲۹مې بيا د دسمبر تر ۳مې نېټې پورې ترسره شي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …