کورپاڼه / کرکټ / د سریلانکا او بنګله دیش ترمنځ لومړۍ ټیسټ لوبه بې پایلې پای ته ورسېده

د سریلانکا او بنګله دیش ترمنځ لومړۍ ټیسټ لوبه بې پایلې پای ته ورسېده

د سریلانکا او بنګله دیش ترمنځ لومړۍ ټیسټ لوبه په داسې حال کې بې پایلې پای ته ورسېده، چې سریلانکا ته د دویمې پاڼې نوبت هم ورنغی.

دغه لوبه چې د سریلانکا په کوربتوب د پیلکالي په نړیوال لوبغالي کې د اپریل په ۲۱ نیټه پیل شوه، د لوبې پچه د بنګله دیش لوبډلې وګټله او خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

بنګله دیشۍ لوبډلې لومړنۍ پاڼې ډېره ښه ولوبوله او ۱۷۳ اورونو په لوبولو یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۵۴۱ منډې جوړې کړې او د سریلانکا لوبډلې ته په دریمه ورځ د توپوهنې وار ور کړ.

د بنګله دیش له لورې په توپوهنه کې نجم الحسین ۱۶۳، کپتان مومن الحق ۱۲۷، تمیم اقبال ۹۰، مشفیق الرحیم ۶۸ او لتن داس ۵۰ ډېرې منډې ترسره کړې او د سریلانکا له لورې وشوا فرناندو تر نورو ښه وځلید او څلور بنګله دیشي لوبغاړي یې وسوځول.

سریلانکایي لوبډله په دریمه ورځ میدان ته راښکته شوه او خپله پاڼۍ تر دوو ورځو پورې دوامداره وساتله او د ۸ لوبغاړو په سوځیدو یې ۶۴۸ منډې وکړې او خپله پانۍ یې ډیکلیر کړه.

د سریلانکا له لورې په توپ وهنه کې دیموت کروناراتني ۲۴۴، دننجیا دي سلوا ۱۶۶، لایرو تریمان ۵۸ او واناندو هسرانګا ۴۴ منډې جوړې کړې. د بنګله دیش له لورې تسکین احمد ۳ او تاج الاسلام ۲ لوبغاړي وسوځول.

په پنځم ورځ بنګله دیشۍ بیا راښکته شوه او پاتې ۳۳ اورونه یې د ۲ لوبغاړو په سوځیدو سره ولوبول او ۱۰۰ منډې یې وکړې، چې له ډلې یې تمیم اقبال ۷۴ ناسوځیدلې منډې او د سریلانکا له لورې سرنګا لکمل دوه لوبغاړي وسوځول.

د یادولو وړ ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به ټولې دوه ټیسټ لوبې ترسره کېږي، چې لومړنۍ یې بې پایلې شوه او دویمه لوبه به د اپریل په ۲۹ نیټه پیل شي.

دا هم ولولئ

عرفان پټان او محمد شامي

سچن ټنډولکر، محمد شامي او نورو هندي لوبغاړو مسلمانانو ته د اختر مبارکي ورکړه

د سعودي عربستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په ټولو اسلامي هېوادونو کې پرون …