کورپاڼه / بېلا بېل / د ترکیې د یو جومات امام په نشه یي توکو د روږدو کسانو لپاره مسیحا وګرځید

د ترکیې د یو جومات امام په نشه یي توکو د روږدو کسانو لپاره مسیحا وګرځید

ګڼ شمېر ځوانان د ترکیې یو مخکښ امام د ډېرو محدودو سرچینو سربېره بیاهم د پلار پرځای ګڼي او علت یې دا ښیي چې له نشې څخه ورسره په ژغورلو کې مرسته کړې.

د استنبول د تاریخي جومات (مسجد کعب) امام امین په شاوخوا کې ډېر داسې ځوانان ول چې د نشې توکو په استعمال عادت ول، چې نوموړي امام د محدود سرچینو سربېره بیاهم ورته تر پنځلس کلونو پورې د اوسیدو ځای برابر کړ.

ویل کېږي چې دغه ځوانان اوسمهال بالکل روغ او جوړ دي، د جومات خدمت کوي، همالته اوسېږي او امام صیب یې له څو کلونو راهیسې خدمت کوي.

امام امین وایي: ((د بالات په شاوخوا سیمه کې ډېر داسې ځوانان ول چې په نشه یي توکو روږدي ول، ما یې ذات، مذهب او ژبې ته ونه کتل او د انسان په توګه مې یې خدمت وکړ، تر اوسه دیرشو کسانو نشه پرېښې.))

هغه کسان چې کور نه لري مولوي آمین ورته خواړه ورکوي، چې بیا ددې سیمې نورو خلکو هم مرستې راودانګل، تر دې چې په نشه یي توکو روږدو کسانو ته یې هم په جومات کې د اوسیدو اجازه ورکړه، خو شرط یې دا و چې نشه یي توکي به ځان سره نه وړي.

مولوي آمین د دوی لپاره د جامو او غسل او پاکوالي لپاره هم تیاری نېولی او لومړی یې هغه کسانو ته په جومات کې ځای ورکړ چې په نشه به روږدي ول او له ځانه به بې خبره ول، مولوي دوی خپل زامن وګڼل او ډوډۍ ورسره خوري او ځوانان بیا مولوي آمین د (بابا) خطاب کوي

مولوي امین په لومړیو کې د خلکو د نېوکو لاندې ونیول شو او ورته وویل شول چې دغه خلک غله او مجرمان دي، خو نوموړي به ویل چې رسول الله فرمایلي چې دین په پوره اخلاص ور داخل شئ او له نورو سره هم له خلوص کار واخلئ.

مولوي آمین غواړي چې په راتلوونکي مرحله کې په نشه یي توکو د روږدو کسانو لپاره یو کلی جوړ کړي او پخپل چلند سره هغوی بیا ژوند ته راوګرځوي.

دا هم ولولئ

آیا پوهېږئ چې د ګډ ژوند د کامیابۍ تر شا پټ راز څه وي؟

آیا پوهېږئ چې د ګډ ژوند د کامیابۍ تر شا پټ راز څه وي؟ د …