کورپاڼه / سياست او روانې چارې / سویلي کوریا کې دوه پاکستاني ډیپلوماتان د چاکلېټو په غلا ګېر شوي
پاکستان ذهني ناروغان

سویلي کوریا کې دوه پاکستاني ډیپلوماتان د چاکلېټو په غلا ګېر شوي

پاکستاني ډیپلوماتانو په سویلي کوریا کې هم د خپل هېواد عادتونه نه دي پرېښي او په دغه هېواد کې يې دوه کسان د چاکلېټو په غلا ګېر شوي دي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په، دا دوه کسان چې د پاکستان سفارت کارکوونکي دي، د یو پلورنځي څخه د چاکلېټو په غلا ګېر شوي دي.

په راپور کې ویل شوي دي، چې دغه دواړو ديپلوماتانو په بېلا بېلو وختونو کې له یو پلورنځي څخه غلاوې کړې دي، چې اوس تازه دواړه ګېر شوي دي.

یو تن د یونګسان په سیمه کې له یو پلورنځي څخه د لس ډالرو په ارزښت او بل بیا د څه کم دوه ډالرو په ارزښت چاکلېټ له همدې یو پلورنځي څخه غلا کړي و.

د دغه دواړه پاکستانیانو په اړه د پلورنځي مسوول پولیسو ته شکایت کړی و، خو د ديپلوماتیک مصوونیت له امله دواړه دیپلوماتان نه دي زنداني شوي.

دا هم ولولئ

فېض محمد ځلاند

د امریکا مخالف او د طالبانو ملاتړی، فېض ځلاند له خپلې کورنۍ سره امریکا ته تللی

د دوه مخيتوب تر ټولو ستره بېلګه دا ده چې د خپل ځان لپاره یو …